د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان نظامی مقاماتو د روانی مياشتی په ١٢نيټه د اعلاميی په خپرولو سره وويل چه په همدی ورځ سهار پاکستان په ازمايښتی ډول د ګاوری په نامه د حتف وي ډوله د منځنی فاصلې ويشتونکی بالستيک توغندی توغولی دی .
په اعلاميه کی ويل شوی چه نوموړی توغندی ټول ارقام د ډيزاين له معيارونو سره برابر دي . دنوموړی توغندی غوره شوی کنترولی سيستم په لا صحيح ډول پر اړوندو اهدافو باندی د لګولو تخنيکی لياقت لری او د ويشتولوفاصله يی ١٥٠٠ کيلومتروته رسيدای شی او د ذروی ګوليو په شمول بيلا بيل ګولی وړلی شی .
په اعلاميه کی زيات شوی چه پاکستان د نوموړی توغندی د ويشتلو مقصد د ملی دفاعی طاقت او لياقت پياوړی کول دی .
د خبر له مخی ، د معمول سره سم د پاکستان نظامی مقاماتو د نوموړی توغونی نه مخکی خپلو ټولو ګاونډيو هيوادونو ته خبر ورکړی و .