<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-12 18:25:21    
طلايي مدال __ مور ته زما تحفه

cri

د چين د سينګجانګ ورزشکاره وانګ يانګ هونګ د سپتمبر په ٢٥ مه نيټه د اتن د معيوبينو د اولمپيک په سپورتي لوبو کي ، د ښځو د ٧٠ مترو د غشي ويشتلو په مسابقه کي طلايي مدال وګاته ٠ دا لومړي ځل هم دی چه د چين ورزشکار د معيوبينو د اولمپيک د سپورتي لوبو د غشي ويشتلو په مسابقه کي طلايي مدال وګاټه ٠

د جايزې د ورکولو د مراسمو د ختميدو نه وروسته وانګ يانګ هونګ خبريال ته وويل چه که څه هم دا څلورم ځل دی چه زه د بينالمللي مسابقي د جايزې اخيستلو صحنې ته پورته شوي يم ، خو دغه طلايي مدال له نورو طلايي مدالونو سره يو شان نه دی ځکه چه دا طلايي مدال په بله دنيا کي مور ته ور کړه شوي تحفه ده ٠ زه يقين لرم چه مور مي هرومرو خپله لور ليدلي شي او د لور لپاره به خوشحاله او وياړمنه وي ٠

وانګ يانګ هونګ خبريال ته وويل چه د اتن د معيوبينو د اولمپيک په سپورتي لوبو کي د ګډون کولو لپاره ، د چين د غشي ويشتلو ټيم د تير کال د دسمبر نه د ګوانګ دونګ ولايت د ځانګ جيانګ ښار ته ولاړ او په ډله ايز تمرين يي پيل وکړ٠ د چين د پسرلني جشن په لومړي ورځ يعني د چين د نوي کال د پيل کيدو په لومړي ورځ ،مور يي ناڅاپه د ناروغۍ په اثر مړه شوه ٠ څرنګه چه هغه په ځانګ جيانګ ښار کي په تمرين بوخته وه ، نو د مور د ژوند په وروستي وخت کي يي ورسره ملګرتيا و نه کړه ، نو د تل لپاره په افسوس کي پاتي شوه ٠

وانګ يانګ هونګ دا راياده کړه چه موريي د ناروغۍ په وخت کي هغې ته وويل چه ښه تمرين وکړه ، ما ته توجه مه کوه ٠ دا د مور له خوا هغې ته ويل شوي وروستني خبره وه ٠ ښه تمرين وکړه چه دا لور ته د مور توصيه وه ، ښه تمرين وکړه چه دا د لور لپاره محرکه قوه وه چه د معيوبينو د اولمپيک په سپورتي لوبو کي طلايي مدال وګټي ٠

وانګ يانګ هونګ په ١٩٩٤ کال کي لومړي ځل په بينالمللي مسابقه کي ګډون وکړ او نقره يي مدال يي وګاټه ٠ له هغه وخت نه تر اوسه پوري د لسو کالو په موده کي يي په وار سره په بينالمللي مسابقو کي دري طلايي مدالونه تر لاسه کړيدي ٠

وانګ يانګ هونګ وويل چه که څه هم د هر طلايي مدال د ګټلو لپاره يي زيات مشکلات ليدلي دي ، خو د اوسني طلايي مدال ګټل تر نورو نه مشکل دي ځکه چه د هغې لور پخوا د مور له خوا ساتل کيده ، خو د مور د مړينې نه وروسته خپله لمسۍ يوازي پريښوده ٠ مګر ميړه مي را ته وويل چه زړه دی ارام کړه ، زه د لور پاملرنه کوم ٠ د وانګ يانګ هونګ پلار هم خپلې لور ته وويل چه کومه انديښنه په زړه کي مه پيدا کوه او تمرين کول تر ټولو نه مهم دي ، ته بايد په پوره قوت سره تمرين وکړي ٠

اتن ته د رسيدو نه وروسته وانګ يانګ هونګ ټينکه اراده درلوده چه طلايي مدال وګټي ٠ د نمرو د ټاکلو په مسابقه کي هغې لومړي لمبر ونيوه او د نړۍ ريکارد يي هم مات کړ ٠ په څلورمه مسابقه او نيمه فاينله مسابقه کي هغې په جلا جلا توګه د ١٠ او ١٨ کړيو په ښو موفقيتونو سره په مداومه توګه مخکني مقام ونيوه ٠ د سپتمبر په ٢٥ مه نيټه غرمه ، وانګ يانګ هونګ د اتن د اولمپيک د مرکزي ستديوم د غشي ويشتلو په ميدان کي ولاړه وه ٠ د لومړي غشي په ويشتلو کي يي يوازي دري کړۍ وګټلې ، خو هغه وارخطا نه شوه ٠ د دوهم غشي د ويشتلو نه وروسته هغې په مسابقه کي يوازي د تخنيکي حرکت په باب فکر کاوه او د نورو په باب يي فکر نه کاوه ٠ بالاخره وانګ يانګ هونګ په فاينله مسابقه کي بری وموند او د ٨٣ کړيو په مقابل کي يي په ٩٢ کړيو د تايلند په ورزشکارې باندی غلبه وموندله او طلايي مدال يي وګاټه ٠

د جايزې د ورکولو د مراسمو نه وروسته ، هغې و نه غوښتل چه له سر نه د زيتون د څانګو جوړه شوي ګلداره حلقه و باسي ځکه چه هغه د بري او افتخار نښه ده ٠