د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين د خارجه وزارت نطاقی جانګ چی وی د روانی مياشتی په ١٢ نيټه په بيجينګ کی له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، چين باور او هيله لری چه د افغانستان خلک به په عادلانه او سالمه توګه خپل مشر انتخاب کړی ترڅو په افغانستان کی سوله ، ثبات او دوامدار پرمختګ رامنځ ته شی .
ميرمنی جانګ چی وی د افغانستان د عمومی انتخاباتو په هکله د خبريال پوښتنی ته په ځواب کی زياته کړه چه نوموړی انتخابات د افغانستان په سوله ايز بهير کی يوه مهمه مرحله ده او له عمومی نظره دغه انتخابات په سالم ډول ترسره شول. چين به له افغانستان سره د خپلی دوستی او همکاری د روابطو د نورهم نژديوالی لپاره هلی ځلی وکړی .