<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-12 18:39:19    
١٥٣٨٤ يونه پيسې يتيمانو او معلولو او معيوبو ماشومانو ته ور کړه شويدي

cri

د چين د ان خوي ولايت د تونګ لينګ ښار يوه متقاعد کارګر د خپل ژوند د ژر پاي ته رسيدو په وخت کي يوه په زړه پوري فيصله وکړه چه خپل ټول پيس انداز چه په عادي وخت کي يي سپما کړيدي ، د ښار د ښيګڼو د ټولنې له لارې د ماشومانو مرستون ته ور کړي ٠ د سپتمبر په ٢٦ مه نيټه له غرمې نه وروسنه ،د بسپنې په توګه د پيسو د ور کولو خاص مراسم د تونګ لينګ ښار د ماشومانو په مرستون کي پر ځاي شول ٠

د ٢٠٠٠ کال په دسمبر کي هوانګ چانګ مينګ له فابريکې نه د تعاعد کولو نه وروسته د سپين ږيرو او سپين سرو په هستوتګنځی کي اوسيده ٠ څرنګه چه هستوګنځی د ماشومانو له مرستون سره ډير نژدی دی ، نو هغه به تل مرستون ته ته او ماشومان به يي کتل ٠ په هغه وخت کي د هونګ چانګ مينګ د تقاعد معاش زيات نه و او د خپل ژوند د هغه لګښت نه پرته چه هره مياشت به يي هستوګنځی ته ور کاوه ، پاتي شوي پيسې زياتې نه وې ٠ د هستوګنځي نورو سپين سرو او سپين ږيرو وويل چه د هوانګ چانګ مينګ ژوند ډيرساده و او کوم شيان به يي نه اخيستل ، خو د ماشومانو د مرستون کوچنيانو وويل چه نيکه هوانګ ډير سخي و او په هر جشن کي به يي د کوچنيانو لپاره ځيني سوغاتونه اخيستل ٠

لږه موده دمخه٦٤ کلن هونګ چانګ مينګ د ناروغۍ په اثر په روغتون کي بستري شو ٠ د خپلو کورنيو غړو په مخ کي يي دا ارزو څرګنده کړه چه خپل سپما شوي تقاعد معاش چه له لسو زرو ژن مين بي يونو نه زيات دي ، ټول د بسپنې په توګه يتيمانو او معلولو او معيوبو ماشومانو ته ور کړي ٠ د سپتمبر په ٢٣ مه نيټه سهار وختي ، سپين ږير هونګ چانګ مينګ له دنيا نه سترګې پټې کړي او د خپل پلار د پاتي شوي ارزو د سر ته رسولو لپاره دده لور له بانګ نه ټولې پس انداز شوي پيسې چه ١٥٣٨٤ يوونه وو واخيستل او د تونګ لينګ ښار د ښيګڼو د ټولنې له لارې يي د ماشومانو مرستون ته ور کړې ٠ هغې وويل چه مونږ د خپل پلار د فيصلې ډيره ستاينه او ملاتړ کوو ، پيسي د هر نفر لپاره فايده لري ، خو د ماشومانو د مرستون يتيمان او معلول او معيوب ماشومان د ټولنې پاملرنې ته لا زياته اړتيا لري ٠