<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-12 19:15:56    
د بي رنګه ګاز يعني دو اکسيد کاربن په باب څه نا څه معلومات

cri

دو اکسيد کاربن د هوا عادي جز او يو ډول معمولي ګاز دی . دغه بي رنګه ګاز د حيواناتو ، نباتاتو او انسانانو د ژونددپاره ډيرضرور دی ، مګر ددي ګاز د پيژندلو دپاره لازم معلومات په دي ډول دي چه لومړي په هوا کي دو اکسيد کاربن د ګرم خانې د اثرونو د راپيدا کيدو سبب دی . د ګرم خانې اثرونه په وروستيو وختونو کي د نړيوالو د زياتې توجه وړ موصوع ده او ورته خطرناک اثرونه هم ګڼل کيږي ، خو دغه اثرونه د کلونو کلونو راهيسې پاتي دي او د هغې پديدې نتيجه ده چه په هوايي لايه کي د دو اکسيد کاربن او بخار لخوا جذب شوي حرارت د جدا شوي حرارت نه زياتيږي .همدغه بي رنګه ګاز په زمکه کي د هوا د حرارت د درجې د ثبات د ساتلو او په زمکه کي د موجوداتو د ژوند دپاره لازم شرط دی ، نو د ګرم خانې اثرونه د انسان په فکر کي شيطان نه دي ، برعکس د وروستيو کلونو راهيسې د نفوسو د چټک زياتوالي او د انسانانو د فعاليتونو د ډيرښت او د ځنګلونو د پري کولو بده نتيجه ده .د هغو کسانو په وينو کي زهرجني مادي محتوي تقريبا برابر دي چه په منظره داره يا ککړ شوي سيمه کي ژوند کوي ځکه چه د انسان دپاره هره ورځ له اتيا نه تر نويو فيصدو پوري وخت په کوټو کي تيريږي او د بهر نه په کوټه کي ککړتيا انسان ته ډير زيانونه رسوي . په تازه هوا کي د دو اکسيد کاربن قوام په کليو کي په زرو کي صفر اعشاريه دري او په ښارونو کي صفر اعشاريه څلور دی . که دغه قوام څلور فيصدۍ ته ورسيږي ، سر به خوږيږي ، دننه په غوږونو کي به غږ پورته کيږي ، نبضونه به بطي کيږي او فشارخون به جګيږي ، که دغه قوام اته او لس فيصدۍ ته ورسيږي ، تنفس به مشکل وي او دغه قوام ديرش فيصدۍ ته پورته شي ، نو انسان به مړ شي . معلومه ده چه د يوه زلمي دپاره چه عمر يي د شپاړسو نه تر نولسو کالو پوري دی ، هره ورځ دوو زرو اتو سوو کيلوکالوري ته اړتيا لري په بله ژبه هره ورځ د اوو سوو اته شپيتو ګرامو په اندازه د اکسيجن د تنفس په عين وخت کي تقريبا يو کيلو ګرامه کربنيک ګاز باسي ، د مثال په توګه په يوه درسي کوټه کي چه پنځوس تنه شاګردان پکي ځاييږي ، هر ساعت کم تر کمه څلور ځله هوا تبديليږي . نو ځکه مونږ بايد په خپل کور ، کلاس ، دفتر ، مغازه او نورو عام ميدانونو کي د دوو اکسيد کاربن د ککړتيا د ليري کولو دپاره کوشش وکړو . په تيره بيا د منځنيو او کوچنيو ښوونځيو زده کوونکي د ودې په حال کي دي ، نو د ښوونځيو مشران بايد په کلاس کي د هوا ګردش ته په درنه سترګه وګوري او له زده کوونکو څخه غوښتنه وکړي چه ورزش او نور فعاليتونه وکړي. د انسان په وجود کي دوو اکسيد کاربن د تنفس د تنظيمولو رول لري ، البته که په وينو کي د دوو اکسيدکاربن زيات شي ، د مرکزي اعصابو د سيستم دپاره د مسموميت رول هم لوبوي . له پورتنيو بياناتو څخه څرګينديږي چه په طبيعت کي د حيواناتو او نباتاتو او يا انسانانو په ژوند کي دوو اکسيد کاربن ډير نقش لوبوي . کګر د احصاييي له مخې د صنعتي انقلاب راهيسې په هوا کي د دوو اکسيد کاربن قوام د زياتيدو په حإل کي دی ، د نولسمي پيړۍ په لومړيو کلونو کي دغه قوام په سلو کي صفر اعشاريه صفر دوه اته څلور و او د دې پيړۍ په پاي کي يي په سلو کي صفر اعشاريه صفر دوه نهه شپږو ته ورسيد، خو اوس دغه قوام په سلو کي صفر اعشرايه دري څلور پنځه دي . ددي قوام پر له پسي زياتوالي به ايکولوژيکي توازنمات شي ، نو مونږ بايد په دي ښه پوه شو چه د ټولنې د پرله پسي پرمختګ په عين وخت کي د خپل ژوند د چاپيريال د ښه والي دپاره ډيره هڅه وکړو .