<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-12 19:29:45    
چين په دی زياته هڅه کی دی چه د پاکستان د حکومت له لاری تښتول شوی چينايی انجنيران وژغوری

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين د خارجه وزارت نطاقی جانګ چی وی د روانی مياشتی په ١٢ نيټه په بيجينګ کی خبريالانو ته وويل ، اوس چين په دی زياته هڅه کی دی چه د پاکستان د حکومت له لاری تښتول شوی چينايی انجنيران وژغوری او تراوسه پوری د پاکستان د اړوندو شخصيتونو او د يرغملو د تښتوونکو ترمنځ خبری اتری لا هم روانی دي .

جانګ چی وی زياته کړه ، وروسته له هغه چه د پاکستان د ګمال ځام د اوبود بريښنا د سټيشن په جوړولو موظف  دوه چينايی انجنيران وتښتول شول ، دچين حکومت دی پيښی ته ډيره توجه او پاملرنه ورکړی او سمدلاسه يی له پاکستانی خوا څخه د هغوی د ژغورلو غوښتنه وکړه . اوس د چين خارجه وزارت د اضطراری ميکانيزم سره سم هره ورځ د ٢٤ ساعتو لپاره له پاکستانی خوا سره تماس ساتلی او د نوموړو دوو انجنيرانو د ژغورلو لپاره يی خورا ډيرې هلی ځلې کړی دی .د پاکستان حکومت دی پيښی ته هم ډير پام ورکړی او په ځانګړی ډول يی اړوندی څانګې ته په پوره قوت سره د يرغملو د ژغورلو امر ورکړی او په پاکستان کی د نورو پروژو د چينايی انجنيرانو او اړوندو پرسونلو د امنيت د ساتلو لپاره يی تدبيرونه هم نيولی دی .

عکس : د تښتول شوی چينايی  انجنير وانګ ان ده  ښځه د انترنيت  له لاری د پيښی پرمختګ ته پام ورکوی .