<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-13 18:30:32    
د چين د يي مونګ په سيمه کې يو زر دوه سوه يتيمان ښونځي ته داخل شول

cri

په چين کې د غريبو سيمو دبي وزلو ماشومانو او غريبو نجونوسره د مرستې په باب د هيلې او د چون لې په نامه د دوو لويو پروګرامونود عملي کيدو د څه د پاسه لسو کالو نه راهيسي ډيرو زياتو هغو ماشومانو او نجونو چه دکورني د ستونزې له امله په مکتبونو او ښونځيو کې يي بي برخه شوي ، د نوموړو پروګرامونو له تطبيقاتو نه ګټي اخيستي دي ٠ سږکال د ښونځيو د نوي تهليمي دورې د رسيدو نه د لږه موده د مخه د چين د شان تونګ ولايت د لين يي ښار دښځو اتحاديي د تحقيقت له لارې دا معلومات تر لاسه کړل چه په دي ښار ک ې څه د پاسه يو زر تنه يتيمان په بي وزلې ژوند کې اخته شوي او په دي اثر به په مکتبونو او ښونځيو کې بي برخه شي٠د دوي پلار مور يا په بد مرغه پيښه کې يا د ناروغۍ په اثر مړه شول ٠نو مجبورأ يا د زړو او ناروغ نيک او انا په اتکا ژوند کوي يا د نورو خپلوانو په کور کې تر ساتنې لاندي دي ٠ په دي نسبت د نوموړي ښا ر د ښځو اتحاديي فيصله وکړه چه دغو يتيمانو ته د مرستو ورکولو يو فعاليت جوړ کړي او د ټولنې مختلفو محافلو ته يي بلنه ورکړه چه د بسپنې په ورکولو سره نوموړو يتيمانو ته مرستې برابرې کړي څو چه په ابتدايي او منځني ښونځيو کې دنوموړو يتيمانو دزده کړې د لګښتونو اړتيا پوره کړي ٠ د نوموړي فيصلې د اعلان نه وروسته سم د لاسه د محلي ځاي د اخباروالاو زياتې ملاړي يي حاصله کړي ده او په عين وخت کې يو زرو تنو يتيمانو ته د مرستې لاس ورکول په عنوان فعاليت يي هم پيل شوي دي ٠

نوموړي بلنې د محلي ځاي د بيلا بيلو محافلو د ډيرو شخصيتونو له ميني نه ډک زړه راجلبه کړې ده ٠ د فعاليت د پيل کيدو په لومړي ورځ کې څه د پاسه درو سوو شپيتو تنو خلکو اړوندې څانګې ته تلفون ورکړ او نوموړو يتيمانو ته د مرستې ورکولو نيت يي څرګند کړي دي ٠ او په همدي ورځ کې د شپږو ديرشو تنو يتيمانو د زده کړې اړوند فيس ترلاسه شوي دي ٠ له دي نه وروسته په نيمه مياشت کې د يو زرو تنو يتيمانو له پاره دري لک اته شپيت زره د ژن مين بي يوانه پيسي راټول شوي دي ٠ په دي فعاليت کې د لين يي ښار د بيلا بيلوڅانګو مشرانو هم يو د پل پسي بسپنې وړاندې کړي دي ٠ دغه راز د دغه ښار د ښځو د اتحاديي او د بين يي د ورځپاڼې ډيرو کدرانواو خبريالانو هر يو د يو اوږد وخت له پاره يو يتم ته بسپنې وړتندې کړي دي٠ بر سيره پر دي ډيرو اوسيدونکو هم په فعاله توګه په دي فعاليت کې ګډون درلود ٠ ميرمن فان سيو جي يوه نهه شپيته کلنه سپين سر ده ، هغې وويل چه زه له زړه نه غواړم چه دغو ماشومانو ته مرسته وکړم ، دوي لکه زما لمسيان دي ٠ ميرمن مونګ کله چه له ورځپاڼې نه نوموړي خبر وليد ، سم د لاسه يي د موټر په وسيطه د نوموړي ښار د ښځو د اتحاديي مقر ته ورسيده او ځاي پر ځاي يي د نوموړو يتيمانو له پاره شپږ سوه ژن مين بي يوانه ورکړل او ويي ويل چه دهغې په پيشنهاد نور څو ملګرو هم په ګډه سره دټاکلي وخت له پاره لسو تتو يتيمانو ته مرستې برابري کړي ٠ د اګيست په اتلسمه نيټه ٠ د لين يي په ښار کې د نوموړو يتيمانو د مرستو په باب مطبوعاتي مرکه جوړه کړه او په هغې کې ددي ښار د ښځو د اتحاديي رئيسې ميرمن تيان يو مي د ټولنې مختلفو محافلو ته اعلان وکړ چه د نوموړي فعاليت د اجرا کيدو د درو مياشتو نه راهيسي ددي اتحاديي ته څه د پاسه دوو زرو تلفونونه رسيدلي او څلور لکه شپږ څلويښت زره د ژن مين بي يوانو بسپنه ترلاسه کړي او يو زرو دوو سوو يو تنو يتيمانو له دي نه ګټې اخيستي دي ٠