د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان د اطلاعاتو او راډيو خپرونې وزير شيخ رشيد احمد د روانی مياشتی په دېارلسمه نيټه په اسلام اباد کی خبريالانو ته وويل چه د پاکستان حکومت د عبدالله مسعود د هغی غوښتنی څخه ډډه کړيده چه د دوی دپاره د امنيتی ﻻری له برابرولو نه وروسته خبری اتری وکړی ٠ د پاکستان کابينی د کورنيو چارو له وزارت څخه غوښتنه وکړه چه د يرغملو د ژر تر ژره ژغورلو دپاره تر خپلی وسی پوری کوشش وکړی٠
د بل خبر له مخی، په نوموړی ورځ مسعد يو ځل بيا له دې څخه د قبيلې له مشرانو سره د خبرو اترو غوښتنه رده کړه، نو د چينی يرغملو د نجات دپاره د قبيلې د مشرانو کوشش يو وار بيا ناکام شو ٠ د قبيلې مشران به بيا په څوارلسمه نيټه د پاکستان د حکومت د عالی رتبه و مامورينو په ګډون غونډه جوړه کړی٠