د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د اکتوبر په ١٤ نيټه د دوو تښتول شويو چينايی يرغمالو د ژغورلو په خاطر د پاکستان د نظامی مقاماتو د عملياتو په ترڅ کی يو تن وژغورل او له بدمرغه بل يی مړ شو .
د پاکستان د نظامی مقاماتو خبر وايی ، د پاکستان خارجه وزير خورشيد قصوری د نوموړی بد خبر د اخيستلو نه وروسته د چين لوی سفير جانګ څوين شيانګ ته تيلفون وکړ او له دی امله يی خپل ډير افسوس څرګند کړ چه په پوره بريالی ډول د چين دوه تنه يرغمال نه دی ژغورل شوی .
د خبر له مخی په داسی حالت کی چه د نوموړو چينايی يرغمالو د ژغورلو لپاره نيول شوی اقدامات ناکام شول ، پاکستانی خوا مجبورأ له نظامی عملياتو څخه کار واخيست .