د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د چين خارجه وزير لی جاو شينګ د روانی مياشتی په ١٤ نيټه د غرمی نه وروسته د غوښتنی په اثر د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خو رشيد قصوری محمود سره د چين د انجنيرانو د تښتول کيدو د پيښی په هکله د تيلفون له لاری اضطراری خبری وکړی .
قصوری وويل چه د پاکستان حکومت په همدی ورځ د نيول شويو نظامی عملياتو په ترڅ کی يو تن تښتول شوی چينايی انجنير وژغورل شو خو له بدمرغه بل تن يی مړ شو . د پاکستان حکومت په داسی حالت کی چه د ژغورلو نور تدبيرونه ناکام شول او امکان شته چه په هر وخت يرغمل له وژل کيدو سره مخامخ شی ، له نوموړو نظامی عملياتو څخه کار واخيست . د پاکستان حکومت او خلک د يوه چينی دوست د مړينی له امله ډير غمجن دی او په خپل هيواد کی به د چينايانو د امنيت د تامين لپاره به هر راز مثبت تدبير ونيسی .
لي جاو شينګ څرګنده کړه چه د چين خوا د چينايی انجنيرانو د ژغورلو لپاره د پاکستان د حکومت هلوځلو ته متوجه شوی دی او هيله من دی چه د لا زياتو او مثبتو تدبيرونو په نيولو سره په پاکستان کی د ټولو چينايانو امنيت وساتی .
د بل خبر له مخی ، ژغورل شوی چينی انجنير وانګ ان ده په ١٤ نيټه په امن سره اسلام اباد ته ورسيد .