د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم ون جياباو د اکتوبر په ١٤ مه نيټه ماښام د پاکستان د صدراعظم شوکت عزيز په غوښتنه ورسره تلفوني خبرې وکړې ٠ ښاغلي عزيز په تلفوني خبرو کې د چين صدراعظم ته د چيني يرغملو د ژغورلو په باب حالت څرګند کړ او ويې ويل چې د پاکستان حکومت په ډيرو سختو حالاتو کې د يرغملو د ژغورلو په اقدامم ﻻس پوري کړ٠ د پاکستان حکومت او خلکو ددې پيښې له امله ډير تاسف او خواشني څرګندوي د چين صدراعظم ون جياباو وويل د چين د دولت د رئيس هو جين تاو او د چين حکومت دې پيښې ته په ډيره درنه سترګه ګوري ، مونږ له دې امله چې يو چيني انجنير په دې پيښه کې شهيد شوی دی ډيره خواخوږي څرګندوو ٠ د چين حکومت پر دې تروريستي پيښې باندې سخته غندنه کوي او هيله لري چې چين او پاکستان په نژدې همکاري سره ددې پيښې له امله رامنځته شوي مربوط کارونه په ښه شان سره ترسره کړي ٠
|