د سينهوااژانس د خبر له مخې د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف او صدراعظم شوکت عزيز د اکتوبر په ١٤ مـه نيټه په جلا جلا توګه د چين د دولتي رئيس هو جين تاو او د صدراعظم مون جياباو په عنوان تلګرامونه مخابره کړي او پکې يې د دوو چيني انجنيرانو د تښتول کيدو او له دوي څخه د يو تن د شهيدکيدو له امله ډيره حيرانتيا او خواشني څرګنده کړې او د شهيد او د شهيد د کورنۍ غړو ته يې ژور تسليت او خواخوږي څرګنده کړې ده ٠ جمهوررئيس مشرف په تلګرام کې وويل سره له دې چې پاکستان د چيني يرغملو د ژغورلو دپاره تر ممکنه حده پورې کوشش کړی دی خو بيا هم تراژدي هم رامنځته شوي ده چې يو چيني انجنير شهيد شو ، پاکستان وعده کوي چې په پوره قوت سره ددې تروريستي پيښې طرح کوونکي ونيسي او ورته سخته سزا ورکړي ٠
|