<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-15 17:42:19    
د اوريدونکو ليکونو ته ځواب

cri

رمز – وانګ جانې ! دا دی زمونږ راډيويی روانی سيالی ته لږ وخت پاتی دی او په دی توګه له ګرانو اوريدونکو نه هيله کوو چه د سيالی په اړوند زمونږ خپرو شويو پوښتنو ته ځوابونه راوليږی او زمونږ په راډيويی سيالی کښی برخه واخلی ٠

وانګ – هوکی ! رمز صاحب ، دا دی د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی د پوره کيدو په وياړ د چين د بينالمللی راډيو د سيالی مصمونونه بيا خپروو ترڅو زمونږ ټول هغه اوريدونکی چه زمونږ خپرونی په دقت سره اوری او يا زمونږ د خپرونو مينه وال دی ور باندی ښه پوه شي او سم ځواب مونږ ته وليکی ٠

رمز – البته چه مونږ د خپلو اوريدونکو د بيا بيا غوښتنو سره سم د سيالی لومړی مضمون مو هم په نن خپرونه کښی خپور کړ او دقدرمنو اوريدونکو هغه غوښتنو ته مو پوره ځواب ووايو چه د مضمونونو د تکرار خپريدو له امله يی مونږ ته ليکلی ؤ ٠

وانګ – اوس چه زمونږ د خپرونی څو لنډی شيبی پاتی دی و به ګورو چه پر ميز باندی دا لومړی ليک د چا دی ٠

رمز – دا لومړی ليک يو ليک نه دی بلکی ٣ ليکونه دی چه د پاکستان د بلوچستان د کندهاری بازار د ژوب نه د لسنرز کلب صدر رفيع الله مندوخيل صاحب راليږلی او دا يی هم پکښی زياته کړی ده چه دا مهال زمونږ د کلب د غړو شمير ١٥٠ تنو ته رسيدلی دی ٠

وانګ – مندوخيل صاحب او ددوی د کلب ټولو محترمو غړو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو ٠ ددوی د نظريو ، وړانديزونو او ستاينو څخه ډيره مننه کوو او مونږ به کوشش وکړو چه په راتلونکی کښی مطبوعات ، مجلی او جنترۍ ددوی په پته وليږو ٠ خوشحاله ور ته غواړو ٠

رمز – دا نور هم ٥ ليکونه دی چه د کوهاټ د ګهمکول د دريم لمبر کيمپ څخه زمونږ دايمی دوست او اوريدونکی او د اريوب د کلب مشر محمد اقبال بشر دوست اريوبی او د کلب د ټولو ملګرو له خوا يی مونږ ته رارسيدلی دی ٠ اريوبی صاحب د خپلو نوموړو ليکونو په ترڅ کښی د يونان د اتن په المپيک کښی د چينايی ورزشکارانو بری ستايلی او د مبارکيو تر څنګ يی ددی هيله هم کړی ده چه په ٢٠٠٨ م کال کښی د بيجينګ د اولمپيک په نړيواله سيالی کښی به چينايی لوبغاړی هرومرو لومړی مقام وګټی او همداشان يی په افغانستان کښی د ولسمشری دپاره د برياليو انتخاباتو هيله کړی ده ٠

وانګ – محمد اقبال اريوبی صاحب ته مونږ هم ډير ډير سلامونه وايو ، د چينايی ورزشکارانو څخه د ستاينی او د هغو د بری له امله د مبارکيو له راليږلو څخه مو مننه کوو ٠ همداشان د افغانستان د ولسمشری د ټاکلو دپاره انتخابات د همدی اونی په پيل کښی په بري سره پای ته ورسيدل ٠ هيله کوو چه د افغانستان بيارغونه به په ښه شان ترسره شي او ديموکراتيک بهير به يی په سالمه توګه مخ په وړاندی ودرومی ٠

رمز –وانګ جانی ! دا څو ليکونه چه ګوری د شبوخيل د کلب مشر ، مرستيال او ځينو غړو له خوا مونږ ته رارسيدلی ٠ زمونږ دغو دوستانو پرته له دی نه چه زمونږ پوښتنو او د پوستی پالټونه ترلاسه کړی د راډيو له لاری زمونږ د سياليو مضمونونو د خپريدو سره سم پوښتنو ته ځوابونه ليکلی او په جلا جلا توګه يی ځوابونه راليږلی چه ور څخه ډيره مننه کوو او نومونه يی په دی ډول دی :

د شبوخيل د کلب صدر خان زمان تڼيوال ، د دی کلب مرستيال نيک نواز شبوخيل ، غړی هر يو طارق عزيز تڼيوال ، د افغانستان د خوست ولايت د دره ګۍ ولسوالی د سنه کيو د منځنی ښوونځی ښوونکی برهان الدين مهجور شبوخيل ، مولوی سيف الرحمن ، اسمعيل او محمد فياض ٠

وانګ – مونږ بيا هم د شبوخيل د کلب صدر ، مرستيال او غړو څخه ډيره مننه کوو او ور ته ډاډ ورکوو چه ځوابونو ته به يی پخپله راډيويی سيالی کښی ځای ورکړو ٠ او مونږ هيله کوو چه پوره بری ترلاسه کړی ٠