<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-15 18:19:44    
د ناتو بلاک د ملی دفاع د وزيرانو غير رسمی غونډې د امريکی تجويز ته ډير پام ورکړی دی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د ناتو بلاک د ملی دفاع د وزيرانو غير رسمی غونډه د اکتوبر په ١٣ او ١٤ نيټه په رومانيه کی جوړه شوه . مطبوعاتی زرايع دی ته متوجه ؤ چه د نوموړی غونډې مهمه اجندا هم د ناتو بلاک په اصلاح او هم د ناتو بلاک د متحرکو قواؤ په عملياتی طاقت پوری اړه نه درلوده ، حال دا چه د امريکی لخوا وړاندی شوی هغه نوی تجويز د برخه والو وزيرانوتر زياتو بحثونو لاندی ونيول شو . په تجويزکی ويل شوی چه په افغانستان کی ميشته دوه خارجی فوځونه دی يو ځای کړی شی .

اوس په افغانسان کی دوه بهرني وسله والی قواوی مشته دی چه يو يی د امريکی په مشرۍ د شلو زرو تنو په تشکيل فوځ دی او عمده دنده يی د افغانستان په جنوب کی د طالبانو د ماتی خوړلی ډلګيو او د القاعدی د غړو تصفيه کول دی . بله يی د ناتو بلاک په مشرۍ د ٩٠٠٠ تنو په تشکيل سوله ساتی فوځ دی او په مرکز کابل او شاوخواوو سيمو کی د امنيت او سولی ساتل ددوی په غاړه عمده دنده ده .

د اکتوبر په ١٣ نيټه د ناتو بلاک د ملی دفاع د وزيرانو د غير رسمی غونډی د پيل نه مخکی په ناتو بلاک کی د امريکی لوی سفير نيکولاس بورنس خبريالانو ته وويل چه امريکا به ناتو بلاک ته دا تجويز وړاندی کړی چه د راتلونکی فبروری په مياشت کی ددی موسسی د غړو هيوادونو د دفاعی وزيرانو د غونډی د جوړيدو نه دمخه يو پلان وړاندی کړی ترڅو په افغانستان کی موجود دوه بهرنی فوځونه به يوځايښت ومومی او د ناتو بلاک تر واحدی قوماندانی لاندی ونيول شی . هغه زياته کړه چه د امريکی په هيله به په راتلونکی کال يا ٢٠٠٦ م کال کی نوموړی هدف سر ته ورسيږی .

امريکی ولی نوموړی پيشنهاد وړاندی کړی دی ؟ د کتوونکو په نظر لومړی دا د امريکی د دايمی ستراتيژيکی اصل سره رابطه لری . د زياتو وختونو نه راهيسی امريکې دا هڅه کړی چه ناتو بلاک په هراړخيز ډول د افغانستان په مسئله کی ګډون وکړی . ځکه چه په دی توکه به لومړی د افغاستان په جنګی ډګر کی د امريکی فشار کم کړی ، دوهم به د تروريزم په ضد جګړه کی د امريکی حوزه پراخوالی ومومی . خو ځينو څيړونکو دا نظريه هم وښوله چه تر اوسه پوری د افغانستان امنيت لا هم کمزوری پاتی دی . ايأ امريکايی فوځ به په دی هيواد کی څومره وخت پاتی شی چه دا د امريکی د حکومت په وړاندی يوه واقعی موضوع ګڼله کيږی . که چيری نوموړی دوه فوځونه يو ځای کړی شی ، نو شک نه شته چه دا به په افغانستان کی د امريکايی فوځ د رول د کميدو يا ورڅخه د برخه ايزو عسکرو د ايستلو سره مرسته وکړی .

د امريکی پورتنی تجويز سمدﻻسه د جرمنی او فرانسی له مخالفت سره مخامخ شو . د جرمنی د ملی دفاع وزير پيتر شتروک خبريالانو ته وويل چه د جرمنی د حکومت په نظر په افغانستان کی د المانی فوځ لومړنی دنده د ټولنی د استقرار ساتل دی . نو امکان نه شته چه د امريکی نوموړی پيشنهاد به د المان د پارلمان لخوا ومنل شی . د فرانسی د ملی دفاع وزيرې ميرمنی اليوت – ماريو وويل چه د نوموړی پيشنهاد وړاندی کيدل بالکل هيڅ دليل نه لری . د هغی په نظر د دوو فوځونو يوځايښت به منفی اغيزه راپيدا کړی .

د څيړونکو په نظر د فرانسی او المان لخوا د نوموړی پيشنهاد ردول طبيعی کار دی . د ناتو بلاک د سوله ساتونکو عملياتو په پراخيدو سره به د ناتو بلاک د وسله والو قواوو او امريکايی فوځونو ترمنځ همکاری مخ په زياتيدونکی وی . مګر په افغانستان کی د دوو بهرنيو فوخونو يو ځای کول به دا معنی ورکړی چه د ناتو بلاک په مشرۍ د سوله ساتی فوځ دنده به د سولې د ساتلوله چوکاټ څخه واوړی او امکان شته چه د وسله والو عناصرو د تصفيه او پوپناکولو په جنګونو کی به په مستقيم ډول برخه واخلی . دا به نه يوازی د ناتو بلاک په موسسه کی د فرانسی او المان غوندی غړو هيوادونو له کلک مخالفت سره مخامخ شی کوم چه د امريکی د تروريزم په ضد له جګړې سره مخالف نظر لری ، بلکه به د نورو زياتو غړو هيوادونو له ارزو سره هم سمون ونه خوری .

د ١٣نيټی په غونډه کی د ناتو بلاک سرمنشی جاپ دی خوپ سچفر د امريکی د پيشنهاد په مقابل کی يوه سازشکارانه لايحه وړاندی کړه . ددی لايحې سره سم به په افغانستان کی د نظامی عملياتو لپاره يوازی يو قوماندان وټاکل شی خو دوه فوځونه به په خپل حال پاتی شی چه په جلا جلاتوګه د وسله والو عناصرو د تصفيه کولو اود افغانستان د بيا رغاونی سره د مرسته کولو دندی په غاړه واخيستلی شی . دهغه په نظر ناتو بلاک به بالاخره د نوموړو اختلافونو دحل وفصل لاری چاری ولټوی . خو کله به دغه لاری چاری راپيدا شی چه اوس هيڅوک پری نه پوهيږی .