د سين هوا اژانس د خبر له امله ،په پاکستان کی د بيلابيلو ټولنو شخصيتونو د روانې مياشتې په ١٥نيټه د ترهګرانو له خوا د چينی انجنيرانو د تښتولو پيښه وغندله او د دوی دژغورلو په ترڅ کی د انجنير وانګ پنګ د مړينې له امله خواشينی او د ده کورنۍ ته يی ژوره همدردی څرګنده کړه .
د پاکستان پخوانی صدراعظم چودری شجاعت حسين ، د پاکستان په پارلمان کی د عمومی مخالفت ګوند يعنی د خلکو ګوند مشر چودری منظور او د بل مخالفت ګونديعنی د مسلمانو د اتحاد د شريف ډلې مشر صديق الفاروق په جلاجلاتوګه نوموړی پيښه وغندله او د چين حکومت او خلکو ته يی ژوره همدردی څرګنده کړه .