د ملګرو ملتو د روغتيا نړيوال سازمان پخوا دا شعار وړاندې کړي چه نيمه روغتيا روحيايي او رواني روغتيا ده ٠ نو بايد پوښتنه وشي چه روحيايي روغتيا کومه روغتيا ده؟ عمومي نظره دا ده چه خپل ځان په قابو کې ساتل او د فکر او نظروسعت او پراختيا ، د بهرنيو عواملو او ناڅاپې پيښې او واقيعاتو په وړاندې ځپل اعصاب کنترولول او د ثبات او کلکې ادارې څرګندونه ، مثبت فکر او سوچ او د منفي فکر لکه خپل ځان ته دحقارت، ذلت او نادارۍ له لقب ورکولو څخه ځان ساتل او په خپلو ټولو دوستانو او خپلوانو باندې اعتماد او هر چا ته په ښه سترګه کتل د رواني روغتيا د تامين څرګند عوامل دي خو د توجه وړ خبره دا ده چه د روغتيا معيار په ټولو کسانو کې هم يو شان نه دي ٠ بکه په عمر پوري هم اړه لري ٠ مثلأ د زړو کسانو د روغتيا معيار داسي ټاکل شوي چه بايد بدن يي برابر او ډير چاغ نه وي ، سترګې ډير روښانه وي او د سترګو پردي يي خړي نه وي ٠ د چيني طب له نظره د يو سړي د زړه، ځګر او بډوډي طاقت او کمزوري د سترګو څخه څر څرګنديږي ٠ نو که سترګې ډيرې ځلاندي ښکاري او ديد يي قوي وي ، ددي سړي د وجود داخلي ساختمان ښه روغ دي ٠ دغه راز اواز يي بايد ډير جګ او رسا ښکاري ٠ ځکه اواز د سږي د روغتيا څرګندوي دي ٠ غاښونه يي بايد کلک وي ، ځکه چه غاښونه د بډوډۍ د روغتيا نښه ده ٠ پښې، لاسونه او ملا يي بايد ښه حرکت وکولي شي ، ځکه له دي نه د يو سړي د هډوکو روغتيا او قوت ثابتيږي ٠ نو که په زاړو کسانو کې پورتني شرائط ټول پوره وي ، ور ته روغ او صحت مند شخص ويل کيږي ٠