<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-16 17:21:11    
صنعتګرانو ټکټونه واخيستل او بزګري کارګرو نمايشونه وکتل

cri

د ان خوي له ولايت نه خانګ جو ښار ته راغلي بزګري کارګر هوانګ جيانګ پوه هيځ فکر و نه کړ چه په يوه ورځ کي يي د يوه نندار چي په توګه د خانګ جو ښار په جمنازيم کي چه ٩ زره چوکۍ لري ، د دولت د عالي هنري سويي په نماينده ګۍ نمايشونه وکتل ٠

د چين اووم هنري فيستوال د سپتمبر په نيمايي کي د جه جيانګ ولايت په مرکز په خانګ جو ښار کي جوړ شو ٠ د عادت له مخي ، د هنري فيستوال د افتتاحيه مراسمو هنري کنسرت يوازي يو ځل جوړيږي ، خو د نوموړي هنري فيستوال د افتتاحيه مراسمو هنري کنسرت د لسمې نيټې نه دمخه يعني د هنري فيستوال د پرانيستلونه دمخه د لسو ځلو لپاره جوړ شويدی ٠ نندارچيان يي نه حکومتي مامورين او هم نه د هنري حلقې له خوا رابلل شوي شخصيتونه وو، برعکس صنعتي او بزګري کارګران ، استاذان ، محصلين ، پوليسان ، عسکران او د ټولنې هغه خلک وو چه عايدات يي ټيټ دي ٠

د دغو کسانو لپاره د ټکټونو اخيستونکي د جه جيانګ ولايت څو لوي صنعتي تصدي وې ٠ د جه جيانګ ولايت د ګوانګ سيا ګروپ د افتتاحيه مراسمو د لومړيو څلورو صحنو د هنري کنسرتونو ١٨ زره ټکټونه واخيستل او دهوانګ جيان سيانګ په شمول بزګري کارګرو او د ټولنې ټيټ عايدات لرونکو کورنيو ته د بسپنې په توګه

ور کړل ٠ د ګوانګ سيا ګروپ د مديره هيات مشرښاغلی لوجونګ فو وويل چه زمونږ مقصد له هغو کسانو سره مرسته ده کوم چه فرصتونه او پيسي نه لري چه نمايشونه وګوري ،ځکه دوي د اووم هنري فيستوال د سالمو جوړيدو لپاره سترخدمتونه تر سره کړيدي، نو لازمه مو وګڼله چه دوي هم مخامخ د دولت د هنري فيستوال عالي نمايشونه وګوري ٠

بزګري کارګر هوانګ جيانګ پوه په خوشحالۍ سره وويل چه داسي نمايشونه مي پخوا يوازي په تليويزون کي کتلي شول او فکر مې و نه کړ چه اوس مخامخ دغه نمايشونه کتلي شم ٠ له دی نه مخکي مي دا فرصت هم نه درلود چه په دومره ښه تياتر کي دومره ښه نمايشونه وګورم ٠

د اووم هنري فيستوال د تشکيلاتي کميټې د منشي مرستيال او د جه جيانګ ولايت د کلتوري رياست مرستيال ښاغلی وو تيان سينګ وويل چه زه د هغو صنعتګرانو څخه تشکر کوم چه په خپلو پيسو يي د ټولنې د ټيټ عايدات لرونکو کسانو لپاره ټکټونه واخيستل ٠ ددوي په مرسته لا زياتو خلکو په هنري لويه غونډه کي ګډون کړي او هنري فيستوال په ريښتيا سره د وګړو جشن ګرځيدلی دی ٠

د خبر له مخي ، د اووم هنري فيستوال تشکيلاتي کميټې د هنري فيستوال په موده کي د بزګري کارګرو او ټيټ عايدات لرونکو کورنيو لپاره په خاص ډول يوه اندازه د ټيټې بيې ټکټونه برابر کړل چه تر ټولو نه ټيټه بيه يي يوازي شل ژن مين بي يونه وو ٠