څه دپاڅه شل کاله کيږی چه زه د څه ليکلو او فکر کولو په رنځ اخته يم . همدغه شغل زه له خپلو او پرديو نه بيل کړم اوپه ګوښه ځای ګی يی له خلقو نه لری کښېنولم . ډيری شپې يی راباندې په ويښه تېرې کړې او ډيرې ورځې يی له دوستانو او ملګرونه بېل وساتلم .
په دغه موده کی ما له خپلو بچيو او د کاله خلقو سره ډير لږ وخندل او هر چا ته بې مينې غوندی ښکاره شوم ، کله له سبا نه تر ماښامه ځای په ځای کښېناستم چه د څه ليکلو په فکر کی رانه لمونخونه هم قضا شوه ، مګر هېڅ مې ونشو ليکلی . کله به نيمه شپه لکه سودايی له خوبه راپاڅېدم او د اسمان ستورو ته به مې حېران حېران کتل . يو وخت به مې څو کرښې وليکلې بيا به مې هغه څېرې کړې ، بل وخت به مې خپل څيرې کاغذونه راغونډ کړه او يوه کلمه به مې لخ بلې سره نښلوله .
ډېر ځله راته خپل فکر او خيال ډير ښه ښکاره شوی او کله کله می خپلو ليکنو ته په ډير حقارت کتلی دی او له ځانه مې زړه تور شوی دی .
ډيرې ورځې د کور او کلی له خلقو نه پټ شوی يم او چېرته لرې د غره په لمن ګې په کومه هديره کی ناست يم يا مې د سيند په غاړه يوازې ورځ تېره کړې اويوازيتوب مې ډېر لوی نعمت ګڼلی دی .
په دغسی مختلفو احوالو کی مې کله شعر او کله نثر ليکلی چه زما روحی اوفکری اغېزی پکی څرګندې دی .
د دې کتاب پاڼې زما ډېرې مودې د خاطراتو يوه برخه ده چه زما په نظر کی ادبی قيمت لری او زه يی خپل غوره نثرونه ګڼم .
زما په مقالو کی ځينې نورې مقالې هم شته چه دلته يی چاپول مناسب و مګر اوس لاس ته رانغلې او دا انتخاب نيمګړی غوندی شو.
دا پاڼې جه تاسې لولئ په ليکلو کی يی ډېر زيار ايستل شوی چه لوستونکو ته پوره نه معلومېږی .
لکه چه يو کور څو ځله جوړ او وران شی ، دا مضامين هم څو ځله يو راز او بل راز شوی دی چه د ترکيب او تاليف په احاظ يی مختلف صورتونه پيدا کړی او کېدی شی چه ځينې به يی له اوسنی حاله ښه هم و .
د ليکلو فن ډېرې جګرخونۍ لری او ډېر ځله داسی کيږی چه يوکيکوال يوه شپه په ويښه سبا کړی او يوه جمله پيداکړی يا يوه ليکه هم ونشی ليکلی .
د يوه خيال يا فکر پيدا کول او بيا يی په ښه ډول بيانول هغه ګران کار دی چه نورو ته يی ګرانوالی نه معلومېږی . په همدغه سبب يوه شاعر يا ليکوال ته نه ښايی چه د خپلو أثارو قيمت له چانه وغواړی يا ور ته څه قيمت وټاکی .
زه هم پدغه ټکی پوه شوی يم او له هيچا نه پری هېڅ نه غواړم . ډير ښه ده چه اوس د پخوا په شان نه يم او خپلو افکارو ته په هغه قيمت نه يم قايل لکه چه پخوا وم .
يو وخت ما په ځان ډيره ښه عقيده درلوده او خپل فکر مې ډېر مبارک ګاڼه . هغه وخت به چه ما هر څه وليکل هغه به راته په يقين سره ډېر ښه ښکارېده او ډېره ښکلا به مې پکی ليدله ، مګر اوس هغه د يقين سرمايه په شک بدله شوه او پخپل فکر او نظر راته بدګمانی پيدا شوه .
زه به اوس ډېر خوښ يم که دا پاڼې لکه د تمباکو پاڼې د چا د فکر صحت ته زيان ونه رسوی او څه زهر پکی ګډ نه وی ، هر څه چه وی او هر څنګه چه وی ، مګر له ما سره بده اراده نه ده موجوده او په بد نيت دغه کار نه کوم .
د فکرونه ښه وی او که بد ، مګر د بيان او اظهار طرز يی بدنه دی او د ښه نثر ښیګڼې پکی شته . که نور څه نه وی نو د عبارت په لحاظ دا کتاب د يوه ادبی متن په حيث يوه ساده انشاء بللی شو چه له نورو ليکوالو او پښتو لوستونکو سره کومک کوی .
په دغه وخت کی دغسې کتابونو ته ضرورت موجود دی او دغه ضرورت ما ته هغه وخت پوره څرګند شو چه زه د حقوقو په پوهنځی او د ادبياتو په پوهنځی کی د پښتو استاد شوم او دا دوه کاله د پښتو درس راپه غاړه شو.
پدې انشاء کی که زه يو څه ښکلېتوب وينم هغه سادګی او اسانی ده چه په لفظ او معنی کی يی ډير لحاظ ساتل شوی دی او دا اسانی په ډيرو مشکلاتو لاس ته راغله .
په دی انشاء کی که د فکر او معنی څه ښايست شته هغه په سادګۍ کی پټ دی او څه ايغ حسن پکی څوک نشی ليدی . که دا نثر رواج ومومی او ځينی نوی ليکوال دغه سبک غوره کاندی ما به د خپل زيار او زحمت ډېر ښه اجر موندلی وی او خوښ به يم چه د پښتو نثر ته مې يو څه خدمت وکړی شو!
(الفت )