<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-17 17:55:22    
دچين سيلانيان د مختلفو هيوادونو د رقابت هدفونه ګرځيدلی دی .

cri

دچين ددولت دتوريزم اداری وويل چه تير کال يو لکو اويا زره تنه چينايان استراليا ته تللی دی .امکان شته چه روان کال پنځه ويشت مليونه تنه چينی سيلانيان خارج ته سفرونه وکړی او دوی ورځ په ورځ د نړی د مختلفو هيوادونو د رقابت هدفونه ګرځيدلی دی . اوس پورتګال او انګليستان دچينی سيلانيانو د راجلبولو دپاره ځينی تدبيرونه نيسی .

په تير پنځو کلونو کښی خارج ته د ورتګ دپاره دچينی سيلانيانو د شميرد زياتوالی علت دا د ی چه د توريزم په برخه کښی محدوديت ليری شوی دی . اوس چينی سيلانيان اته ويشتو هيوادونو او سيمو ته سفرونه کولی شی او دغه رقم به په مداومه توګه زيات شی .

داړوندو شخصيتونو د اټکل له مخی خارج ته د ورتک دپاره دچين د سيلانيانو شمير به په مداومه توګه هر کال په سلو کښی په شل سرعت سره زيات شی .

دچين د سيلانيانو دزياتوالی په نتيجه کښی دغو هيوادونو ته زيات عايدات رسول شوی دی .په ٢٠٠٢ کال کښی د چين سيلانيانو په خارج کښی پنځلس مليارډه څلور سوه مليونه امريکايی ډالره مصرف کړی وو د هريو تن په سر يو زر دوه سوه ډالره مصرف شوی و .دغه رقم له جاپان څخه ټيټ و ،په همدغه کال کښی په خارج

کښی دجاپانيانو له خوا مصرف شوی عمومی حجم شپږ ويشت مليارډ اوه سوه مليونه اامريکايی ډالره و او دامريکايانو مصرفی اندازه اته پنځوس مليارډه

امريکايی ډالره و .

اوس په ټوله نړۍ کښی دری لکه ماشومان عسکران شته .

په يو راپور کښی چه لږه موده دمخه دملګرو ملتود صندوق له خوا وړاندی شوی ، ويل شوی چه اوس په نړۍ کښی مخ په زياتيدونکی ماشومان مجبورا د خپلو نومونو په ثبتولو سره په اردو کښی ګډون کوی او د ماشومانو عسکرو شمير درو لکوتنو ته رسيدلی دی .په راپور کښی ويل شوی چه که څه هم ملګرو ملتونو د يو لړ فيصلو په خپرولو سره د ماشومانو عسکرو د استخدامولو ناوړه پديده سخته وغندله ، خو په تيرو اتو کلونو کښی دهغو کسانو شمير په سلو کښی پنځوس زيات شوی د ی کوم چه عمر يی له اتلس کالو نه ټيټ دی او په اردو کښی يی ګډون کړی دی .ماشومانو مجبورا په جګړو کښی ګډون کړی او يا د پيغام رسوونکو ، ساتونکو عسکرو او اشپزانو په توګه يی کار کړی او حتی ځينو ماشومانو عسکرانو مجبورا د نورو د جنسی تيريو سره هم مخامخ شوی دی .