<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-18 18:07:10    
مڼې دروغتيا د ساتنې له پاره ځانګړتيا لري

cri

 

مڼې د انسان د روغتيا د ساتنې له پاره ډير ه ګټوره ميوه ده ٠ لومړي د مڼې خوړل د ستړتيا د مخنيوي له پاره رول لري ٠ له دي امله چه د زړو کسانود بدن بيلا بيلو جهازونه ضعيف او د غذايت د اخيستلو لياقت کمزور شوي ،نو په بدن کې يي ډير اسيد مواد پاتي شوي او د بدن د ډير ستړتيا سبب شوي دي ٠ خو په مڼې کې د ميوي اسيد موجود دي چه دغه ډول مواد نوموړي اسيد مواد ليري کولي شي چه په نتيجه کې د بدن ستړتيا مخنيوي کيږي او حتي ستړتيا ژر ورک شي ٠ دوهم له دي امله چه په مڼې کې د ميوې اسيد او ډير ميتامين يي او سي داسي نور غذايي مواد موجود دي ، نو که تل مڼې وخوري ، په بدن کې اضافي غوړ تجزيه شي او د بدن چاغوالي مخنيوي کيږي چه په نتيجه کې به د زړه بار سپک شي ٠ دريم مڼې د ژر زړښت مخنيوي کيږي ٠ په مڼې کې موجود د ميوي اسيد او بيلا بيل ميتامينونه د انسان د پوستکې د وچوالي او ګونجې د رامنځ ته کيدو مخنيوي کولي شي ٠ څلورم مڼې دوينې د لوړ فشار ناروغۍمخنيوي او علاج کيږي ٠ يو شمير خلک له دي امله چه د زيات مالګه لرونکو خوراکونو د خوړلو عادت لري ، نو د دوي له پاره د لوړ فشار په ناروغۍ کې د اخته کيد ميزان ډير لوړ دي ٠ خو په مڼې کې د ميوي اسيداو پتاسيم موجود دي چه دغه ډول مواد د مالګې د هضمې او له بدن څخه د ايستلو له پاره ډيره ګټه لري ، نوځکه مڼې په موثره توګه د لوړ فشار مخنيوي کيږي ٠ پنځم مڼې د سرطان دمخنيوي رول لري ٠ په مڼې کې ډير سلولز او ويتامين سي موجود دي چه د دغو موادو له لارې د هضمې سيستم طاقت پياوړي کوي او په عين وخت کې له کولمو څخه په بدن کې د پاتي شويو زهرجن موادو د باندې ايستنه پرمخبوزي -