<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-18 20:14:45    
د شانګهای د کور جوړولو چارو ته يوه کتنه

cri

دا د نړيوالو لخوا منل شوی حقيقت دی چی د دورستيو شلو کلونو راهيسی د چين د فقيد مشر دن شياو پينګ لخوا د طرح شوي پاليسي په رڼا کی د چين په هر ځای کی د خلکو دپاره ډېر زيات کورونه جوړ شويدي په تېره بيا د شانګهای او بېجينګ په لويو ښارونو کی کورونه د بشري تمدن يوه نښه ده او د خلکو د ژوندانه کيفيت لومړی او برخليک يی ټاکی. په چين کی يوه اصطلاح ده چی وايی کور د يو تن د ژوند د ښه والي او خرابوالي هنداره ده. خو لس کاله دمخه کورونه د شانګهاي د زيات شمېر خلکوک د غم او غصې سبب و ځکه چی دوي په ډېرو تنګو کورونو کی ژوند کاوه او دغه تنګ کورونه په هغه وخت کی د کوترې د کور په نامه يادېدل حتی د يوې کورنۍ څو نسلونو په يوه کوټه کی شپې ورځې تېرولې، د پخوانی احصايې له مخې د ټول شانګهاي د هر تن د هستوګنې مساحت د پنځو مربع مترو په شاوخوا کی او داسی کورنۍ هم ليدل کيدي چی د هر تن د هستوکنې مساحت يی يوازی دوه مربع متره و. مګر د څه دپاسه لسو کالو نه وروسته د شانګهاي د جي دي پي يعنی د ملی اقتصاد عمومی ارزښت د مسلسلو يوولسو کالو په موده کی په سلو کی له لسو نه زيات شويدي چی په نتيجه کی د خلکو ژوند ښه شوي او د دوي د هستوګنې په باب انديښنې او غمونه هم بالکل ليری شويدي. د مکاو يو سپين ږيرې وطنوال چی ماو شه جون نومېږی، خبريال ته وويل__ د لسو کالو راهيسی په شانګهاي کی ډېر ستر بدلون رامنځته شوي په تيره بيا ډېر زيات کورونه جوړ شويدي، نو د هر تن د هستوګنې مساحت هم زيات شويدي. د احصائيې له مخی په تېرو لسو کالو کی په شانګهاي کی د يو سلو پنځوسو مليونو مربع مترو په مساحت نوي کورونه جوړ شويدي چی د هر تن د هستوګنې مساحت يی له پنځو مربع مترو نه ديارلسو مربع مترو ته جګ شويدی. هغه يو سلو شل زره کورنی چی عمومی شمېر يی پنځو لکو تنو ته رسېدلی و او د هر تن د هستوګنې مساحت يی د څلورو مربع متر په اندازه و.ښاغلي ماو وويل__ ما پخوا کور په کرايه اخيستی و، يو کال دمخه مي د شانګهاي په اطراف کی د يو سلو پنځوسو مربع مترو په مساحت يو اپارتمان واخيست چی چاپيريال يی ډېره ښه او ارام دی، نويو يا لويو کورونو ته نقل شويدي، دغه راز هغې کورنۍ چی د هستوګنې شرايط يی خراب او عايدات يی کم و، هغو کورونو ته انتقال شويدي چی کرايه يی ټيټه ده، د يادونې وړ خبره دا ده چی مخ په زياتيدونکي خلک هغو اوسيدونکو ناحيو ته نقل شويدي چی چاپيريال يی ښه دی او په لويو کورونو کی هر ډول تجهيزات شته.

د اکتوبر شپږمه نيټه د نړۍ د هستوګنې ورځ ده، په دې سبب چی په شانګهاي کی د خلکو د هستوګنې د شراطو د ښه والي په برخه کي ستر موفقيتونه تر سره شويدي، نون په نولس سوه پنځه نويم او شپږ نويم کال کی د م م له خوا د خلکو د هستوګنې چايزه او د نړۍ د نموموي سلو ښارونو چايزه شانګهاي ته ورکړی شويده. څرنګه چی د اصلاح او ورخلاصون د پاليسي په رڼا کی شانګهاي د هېواد د نورو ځايونو په شان ډېره ترقي موندلی ده، نو د چين د تايوان، هانکانګ او مکاو سوداګران يا خلک په پرله پسی ډول په شانګهاي کی کورونه اخلي. ښاغلي ماو هم د دوي څخه يو تن دی او د خبريال سره د مرکې په ترڅ کی يی وويل__ پخوا مې کور په کرايه اخيستی و، يو کال دمخه مي د شانګهاي په اطراف کي د يو سلو پنځوسو مربع مترو په مساحت يو اپارتمان واخيست چی چاپيريال يی ډېر ښه او ارام دی. د خلکو د ګټو ساتنه د شانګهاي د ښاروالي او مشرانو عمده دنده ده او دا هدف يی ټاکلی دی چی د تېر کال هر کال په شانګهاي کی د يو مليون مربع مترو په مساحت تجارتي کورونه جوړېږي او د درو مليونو مربع مترو په مساحت هغه کورونه هم جوړېږي چی د هر مرتع متر بيه به يی د درو زرو نه تر درو نيمو زرو ژن مين بي يونو پوري وی چی د څلورو سوو امريکايی دالرو سره برابره ده څو چی خلک له دې څخه ګټې واخيستي شی. سپين ږيري ماو د خبريال سره د مرکې په پاي کی وويل__ البته لازمه ده چی په شانګهاي کی د زيات شمېر خلکو د هستوګنې شرايط ښه شويدی، باور لرم چی په راتلونکی لنډ وخت کی به دوي نويو کورونو ته نقل شي. په شانګهاي کي داسي ځلانده تاريخ پرانستل شويدی چی لومړي د غريبانو دپاره نوي کورنه او يا د ټيټې کرايې کورونه برابر او ورپسی ز،ې اوسيدونکې ناحيې اصلاحې شوي او زيات شمېر نوي کورونه جوړ شويدي. د شانګهاي ګڼ شمېر ښاريان په دې ډاډ لري چی د دوي د هستوګنې شرايط به ورځ په ورځ ښه شي.