<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-19 18:06:06    
د بيجينګ د شونګ يو شو په واټ کی د پلرونو او ميندو ښوونځی

cri
خبريالې د بيجينګ ښار د شونګ يو شو واټ د پلرونو او ميندو په ښوونځی کي د بيجينګ ښار د شونګ يو شو واټ د کاري کميټې له منشي ميرمنې وانګ باو جو سره مرکه وکړه ٠ هغې وويل چه د شونګ يو شو په واټ کي د پلرونو او ميندو ښوونځی په اصل کي د اناګانو درسي صنف و او پکي يوازي د ماشومانو د روزنې په باب ساده معلومات ور کول کيدل ٠ د ١٩٨٢ کال راهيسي ، د شونګ يو شو په واټ کي د پلرونو او ميندو د ښوونځي درسي فعاليتونه نه دي ځنډيدلی ٠ نوموړي ښوونځی د نابالغو کسانو اخلاقي روزنه په درسي محتوياتو کي شاملوي او د پلرونو او ميندو لارښوونه کوي چه د دولت لپاره اولادونه د اخلاق پربنا وروزي٠ هغې وويل __ اواز __ اوس مونږ هره مياشت يو فعاليت جوړوو او د متخصصانو او محصلينو نه پرته ، مونږ هم په واټ کي اوسيدونکو پلرونو او ميندو ته بلنه ور کوو چه يو ځاي د کورنی د روزنی په باب د تجربو تبادله وکړي او په ټاکلي وخت کي فعاليتونه جوړکړي څو چه اولادونه او لويان يو ځاي لوبه وکړي او يو ځاي د خپل شاوخوا سيل وکړي ٠ د پلرونو او ميندو د ښوونځي د جوړيدو راهيسي ، د شونګ يو شو په واټ کي د اوسيدونکوخلکو څخه په سلو کي ٩٥ پلرونه او ميندې ددی ښوونځي زده کوونکي ګرځيدلي او ليو باو چن ددوی څخه يوه ده ٠ ميرمنې ليو باو چن د پلرونو او ميندو په ښوونځی کي د اوو او اتو ځلو لپاره درسونه اوريدلي ٠ کله چه خبريالې ور څخه پوښتنه وکړه چه ستا په نظر د رخصتۍ په ورځو کي ښوونځی ته راتلل ارزښت لري که نه ؟ هغې سمدلاسه ځواب ور کړ ___ اواز ___ارزښت لری ٠ پخوا زه د خپلې لور په مقابل کي چه د زلميتوب په موده کی واقع ده ، بي چاره پاتي وم ، خو د پلرونو او ميندو په ښوونځی کي د درس اوريدو نه وروسته ، اوس مي تر پخوا نه لور نوره هم درکه کړي او له لور سره احساسات مي هم ورځ په ورځ ښه شوي دي ٠ احساس مي کړی دی چه اوس مونږ دواړه د دوستانو په شان يو ٠ خبريالې وليدل چه په دی واټ کي په لس ګونو اوسيدونکي پلرونه او ميندې هم د ليو باو چن په شان د پلرونو او ميندو په ښوونځي کي درسونه لولي ٠نن دوي ټول د کارکولو نه وروسته په خاص ډول ښوونځي ته لاړل څو چه د بيجينګ پوهنتون په اړه د تعليمي پوهنځي د پروفيسرې تيان لينګ درس واوري ٠ ددې د درس عنوان دا دی چه لويان څنګه له اولادونو سره ښه تګ راتګ وکړي ٠ استاذه تيانګ په درس کی ،د اولادونو سره د تبادلې محتويات او رويه ، د کورنی د روزني مترقي مفکورې او نظريات او سمې طريقې رايادې کړي٠ لويانو ددې درس ته غوږ ونيول او د درس ختميدو نه وروسته يي هم د تير شوي درس په چاپيريال کي ور څخه پوښتنې وکړې ٠ خبريالې د درسي کوټې دباندې بيا ميرمن ليو باو چن وليدله ، هغې خبريالې ته د پلرونو او ميندو په ښوونځی کي د ځان د ګډون کولو د پخوا او وروسته بدلونونه بيان کړل ٠ هغې وويل ___اواز __ پخوا مي هميشه د لور د غوږونو په اړخ کي ويل چه ته بايد ښه زده کړه وکړی او زياتې لوبې و نه کړي ، که داسي نه وي ، نو د امتحان له ﻻرې به پوهنتون ته داخل نه شي ، نو له دی امله مي لور ډيره خپه وه ٠ خو اوس نورې داسي خبرې نه کوم اوکله چه زما لور په کور کي درس لولي، زه هم په ارامۍ سره ددې په اړخ کي کتاب ګورم او اخبار لولم او ور باندی اغيزه نه اچوم٠ کله چه د پلرونو او ميندو ښوونځي د کورنې د روزنې په باب د معلوماتو د عموميت د مهموځايونو او د لويانو او اولادونو د رواني حالت د تماس نيولو د موثرې لارې په توګه رامنځ ته شو ل ، په زر ګونو پلرونه او ميندې يي راجلب کړيدي ٠ د معلوماتو له مخي ، تر اوسه پوري د چين په مختلفو ځايونو کي د شونګ يو شو واټ د پلرونو او ميندو د ښوونځي په شان ښوونځي څه د پاسه ٣ لکه ٢٠ زرو ته رسيدلي دي ٠