<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-19 18:10:21    
په مځکو پريوتل ، د کورنيو حيواناتو له خوا داړل او ترافيکي حادثې د ماشومانو د تصادفي صدمو عمده علتونه دي

cri
د يوې تازه پلټنې له مخي چه د چين د دولتي شورا په اړوندد ښځو او ماشومانو د کاري کميټې ، د عامه روغتيا د وزارت ، د م م د ماشومانو د صندوق او د ماشومانو د امنيت ساتنې د اتحاد له خوا په ګډه سره تر سره شويده ، د چين په مرکز بيجينګ کي ، په مځکو پريوتل ، د کورنيو حيواناتو له خوا داړل او ترافيکي حادثې د ماشومانو د تصادفي صدمو عمده علتونه دي ٠
پلټونکو د تير کال د اکتوبر په مياشت کي د بيجينګ ښار د نژديو ٣٠ زرو کورنيو پلټنه وکړه او د پلټنې له نتيجې نه څرګنده شوي چه پروسږکال په بيجينګ کي څه د پاسه ٥٠ زرو تنو ماشومانو ته تر بيلا بيلې اندازي پوري تصادفي صدمې رسيدلي دي ، په بل عبارت هره ورځ ١٣٩ تنو ماشومانو ته صدمې رسيدلي او له دي امله يي په روغتونونو کي علاج تر سره کړي يا بستري شوي ، معيوب شوي او حتي مړه شويدي ٠
د پلټنې له نتيجې نه څرګنده شوي چه د صدمو عمده علتونه يي لومړی په مځکو پريوتل ، دوهم د کورنيو حيواناتو له خوا داړل او دريم يي ترافيکي حادثې دي ٠
په چين کی د م م د ماشومانو د صندوق نماينده وويل چه د کورنيو حيواناتو له خوا داړل په بيجينګ کي رامنځ ته شوي نوي مسله ده ٠ هغې خبريال ته څرګنده کړه چه د نوموي پلټنې نه څرګنده شوي چه زياتره ماشومان د کورنيو سپيو له خوا داړل شوي دي چه شمير يي په سلو کي ٨٢ برخه نيسي يعني په بيجينګ کي هره ورځ تقريبأ ٣٠ تنه ماشومان د کورنيو سپيو له خوا داړل شويدي ٠
له پلټنې نه دا هم څرګنده شوي چه په سلو کي ٥٥ ماشومان د بايسکلونود چلولو په وخت کي له ترافيکي پيښو سره مخامخ شويدي ٠
د چين د ناروغيو د وقايي او کنترول د مرکز پروفيسرځنګ ګوان وويل چه دغه پلټنه به حکومت ، ښوونځي او لويان ګډ کوشش ته تحريک کړي چه د مثبتو تدابيرو په نيولو سره د ماشومانو د تصادفي پيښو وقايه وکړي ٠