د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان امنيتی فوځ د روانی مياشتی په نولسمه نيټه د قبائلو په سيمه کی د وسله والو عناصرو د بريد سره مخامخ شو او په نتيجه کی لږ تر لږه دری عسکر مړه او نور دری تنه ټپيان شول٠
د پاکستان د خبريالانو په قول، دغه بريد د جنوبی وزرستان د قبائلو په سيمه کی پيښ شو په هغه وخت کی نوموړی فوځ هلته د ترهګرانو د مشر عبدالله مسعود په لټولو بوخت و چه هغه په تېره هفته کی د دوو چينی انجنيرانو د تښتولو په هکله پلان جوړ کړی وً٠
د پاکستان د داخلی چارو وزير افتاب احمدخان شيرپاو د همدې ورځې په ماښام خبريالانو ته وويل چه د استخباراتو له مخی، څه نا څه سل تنه خارجه وسله وال عناصر ﻻ هم د جنوبی وزرستان قبائلو په سيمه کی پټ دی ٠