<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-20 18:23:24    
په چين کې د نجونو د پاملرنې عمليات

cri

دي وروستيو وختونو کې د نيويو زيږيدلو ماشومانو د جنسيت د تناسب داحصايي سره سم چه د چين د کورني د لارښودنې د دولتي کميټې له خوا د چين په يو شمير ولايتونو کې ترسره شوي ، د چين د نيويو زيږيدلو ماشومانو د جنسيت تناسب لوړ شوي او سخت نا برابرۍ يي رامنځ ته شوي دي ٠ د اړوندو کارپوهانو په نظر د چين د نفوس جوړښت به په چين کې يوه لويه ټولنيزه مسئله وګرزي ٠ د دغه حالت د مخنيوي له پاره دچين د کورني د لارښودني د دولتي کميټې تر لارښونې لاندې د پروسږکال نه پيل د هيواد د يوولسو ولايتونو په يوولسو ولسواليو کې د نجونو د پاملرنې په نامه عمليات رامنځ ته شوي او په دي بهير کې له ټولې ټولنې څخه غوښتنه وشوه چه د نجونو د ژوند له پاره لا نور ښه چاپيريال برابر کړي څو چه د چين د زيږيدنې د جنسيت سخت نا برابرۍ حل کړي ٠

د نجونو د پاملرنې په نامه عملياتو کې د اقتصادي پرمختيا، له غربت نه د ژغورلو، د نجونو د تربيي او تعليمي روزني او داسي نورو په برخو کې هغو کورنيو ته مرستې برابري کړي چه په کور کې يي يوازي يو يا دوه لورګانې لري ٠ مثلأ د جنوبي چين د فو جيان ولايت په ان سي ولسوالي کې چه نوموړي عمليات پکي ترسره شوي ، داړوندو مقرراتو سره سم د ولسوالي د حکومت اړوندي مختلفي څانګې نوموړو بي وزلو کورنيو ته ، د نويو کورنو د جوړيدو لګښتونه برابر کړي او د کور د ودانولو اړوند بيلا بيل کارونه او اړوند مسوليت دې تر تضمين لاندې راشي ٠ دغه راز د کورونو د جوړيدو نه وروسته به نوموړو کورنيو ته اړوند اسباب ، برقي سامان لات او بيلا بيل ورځني سامانونه ورکړي شي ٠ د احصايي له مخې يوازي د ان سي په ولسوالي کې څلور سوه پنځه ديرش نوموړي کورني نوي کورنو ته کډه شوي دي ٠ د نوموړي ولسوالي حکومت دا څرګنده کړه چه د پاتي شويو نهو سوو نوموړي کورنيو ستونزي به په درو يا پنځو کالو کې حل وفصل شي ٠ د نجونو د تربيي په هکله په ان سي ولسوالي کې پنځه فقره ايز مقررات ټاکل شوي چه د هغو کورنيود نجونو له پاره چه د کورني د لارښودنې د اړوندې پاليسۍ له مخې زيږيدلې ، له ابتدايي ښونځي نه تر عالي ښونځي پوري تعليمي لګښتونه يي معاف شي ، دغه راز که په پوهنتون يا پوهنځي کې يي ومنل شي ، نوموړو نجونو ته به له شپږو زرو نه تر لسو زرو ژن مين بي يوانو مرستي برابري کړي ٠ د نوموړي عملياتو د عملي کيدو د يو کال نه راهيسي په ان سي ولسوالي کې په دي هکله څه د پاسه دري مليونه ژن مين بي يوانه برابر شوي دي ٠

د نجونو د پاملرنې په نامه د عملياتو د عملي کيدو نه راهيسي يو زيات شمير لور لرونکو کورنېو ته زياتې ګټې رسول شوي او نجوني له هلکانو سره يو شان له نيکمرغ ژوند څخه برخوردار شوي دي ٠ د نجونو د پاملرنې په نامه د عملياتو يو عمده هدف دا دي چه په چين کې د زيږيدنې د جنسيت نابرابرۍ او له اصل نه هغه وروسته پاتي عنعنوي مفکوره له منځه يووړل شي چه د نجونو په نسبت هلکان ارزښت او لوړ مقام لري ترڅو چه هغه نوي مفکوره چه نارينه او ښځه مساوي مقام لري او د زوي او لور زيږيدنه سره يو شان دي ، ايجاده شي٠ لکه د چين د کورني د لارښودنې د دولتي کميټې رئيس جيان وي چنګ داړوندکار په يوه غونډه کې ويلي و چه د نجونو د پاملرنې په نامه عمليات نژدي او ليري دوه هدفونه لري ٠ نژدي هدف دا دي چه د زيږيدنې د جنسيت د تناسب لوړتيا مخه ونيول شي ، ليري هدف يي دا دي چه د ښځو او نارينه و د مساوت په باب د هيواد د اساسي پاليسۍ تطبيقات پياوړي شي ٠ نن ورځ د ان سي په ولسوالي کې يوه سندره د خلکو په منځ کې ډير رواج لري او په دي سندره کې ويل شوي چه نجلۍ نجلۍ په اسمان کې سپوږمي او د انسان راتلونکي ده٠ له دي سندري څخه ښودل شوي چه د زيږيدنې نوي مفکوره د خلکو له خوا ومنله شوه او د نجوني د پاملرنې په نامه شعار د عمل ډګر ته راغلي دي ٠