;د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان امنيت ساتونکي پوځ د اکتوبر په شلمه نيټه د جنوبي وزيرستان د قبايلو په سيمه کې د چيني يرغملو د تښتولو د پيښې د اصلي طرح کوونکي عبدالله مسعود د پټيدو پر ځاي باندې په پوځي عملياتو ﻻس پورې کړی دی ٠ د شلمې نيټې په سهار د پاکستان پوځ د وسله والو چورلکيو په واسطه پر هغه غرني سيمې باندې چې امکان لري چې معسود به پکې پټ وي يرغل وکړ او د ده د نيولو اقدام هم پيل شو ٠
|