<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-22 18:52:20    
دوهمه برخه : د چين پوهنی او تعليمی چاری د يو مليارد ٣ سوو مليونو تنو خلکو دپاره خدمت کوی ( ٢)

cri
ګرانو دوستانو ،د چين حکومت په دی څوکلونو کښی نه يوازی کوشش کړی چه د کوچينيانود پوهولو او روزلو عمومی ميزان اوچت کړی بلکه يی دا هلی ځلی هم کړی دی چه د ګرد هيواد په ابتدايی ښوونځيو کښی خارجی ژبی ور زده کړی ٠ خبريال د شينجانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی د مرکز اوروموچی په يوه مکتب کښی وليدل چه شاګردان انګليسی ژبه زده کوی ٠ ښوونکی پيغلی سويدا خبريال ته وويل چه شاګردان د انګليسی ژبی له زده کړی نه زياته علاقه لری ٠ د چين حکومت د بنيادی روزنی د ښه ترسره کولو په عين حال کښی عالی روزنی او لوړو تعليماتو ته هم په ډيره درنه سترګه ګوری ٠ خصوصاٌپه دی وروستيو کلونو کښی د حکومت په رڼا کښی د عالی پوهنتونونوله خوا د زده کوونکو او اسپرانتانو د منلو طاقت زيات شوی دی ٠ سږ کال به د چين په عالی مدرسو او پوهنتونونو کښی٤ مليونه ٢ لکه تنه زده کوونکی ومنل شی چه دغه رقم په تاريخ کښی تر ټولو نه زيات دی ٠ خو سره له دی بيا هم مونږ بايد په دی ښه پوه شو چه اوس عالی ښوونځيو ته دزده کوونکود داخليدو ميزان يوازی د هغو زده کوونکو په سلو کښی ١٧ برخه نيسی کوم چه د پوهنی له لحاظه بايد عالی پوهنتونونو ته داخل شی ٠ چين به د خپل پلان له مخی په ٢٠٢٠ کال کښی دغه ميزان ٣٢ ته اوچت کړی ٠ محترمو دوستانو –همدااوس مو د چين د تعليمی چارو په باب څه معلومات تاسو ته وړاندی کړل ٠ ددی مضمون لومړی پوښتنه دا ده چه په چين کښی څو کلن اجباری تعليمی نظام عملی شوی دی ؟ دوهمه دا چه په راتلونکو څو کالو کښی به د چين د تعليمی لګښتونو اضافی برخه په عمده توګه په ښارونو کښی مصرف شي او يا په کليوالی سيمو کښی ؟