<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-22 19:36:04    
اوروموچی ښار د تيان شان غرونو په منځ کښی د مرغلرې حيثيت لری

cri
عزتمنو دوستانو ، اوروموچی ښار د چين د شينيجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی مرکز دی٠ او د يوه ځلانده شنه زمرود غوندی د تيان شان غرونو په لمنو کښی د بيابانو په منځ کښی واقع دی ٠ ويلی شو چه پرته د تيان شان دغرونو د واورو او کنګل څخه د ويلی شويو اوبو نه ښکلی اوروموچی به نه وی او په بله ژبه د دغو اوبو په اتکا د اوروموچی د بيلا بيلو قومونو د خلکو د ژوند بنيادی اړتياوی پوره کيږی٠ که څه هم اوروموچی د چين په شمال لويديځه سرحدی سيمه کښی پروت دی خو د اسيا د لويی وچی د جغرافيايی مرکز په حيث شهرت لری٠ د يون فون علاقه دارۍ په يوه کلی کښی چه داوروموچی د جنوب لويديځ څخه ٣٠ کيلو متره فاصله لری د انګريزی حروف ( ای ) په شکل تور رنګ مجسمه ولاړه ده چه په سر يی يو فلزی توپ ليدل کيږی او د توپ لاندنی ټکی د اسيا د مرکز دقيق موقعيت ګڼل کيړی ٠ اوروموچی هم د نړۍ هغه ښار دی چه د سمندر نه ډير لری دی چه د ښار له هری خوا نه سمندر ته دوه نيم زره کيلو متره فاصله لری ٠ څرنګه چه اوروموچی له سمندرنه ډير لری دی او خاص جغرافيايی موقعيت لری دغه راز دغه ښار د اسيا او اروپا د ډيرو وچو ځايونو مرکز او اقليم يی ډير وچ او اورښت يی ډير کم دی نو هغو سيلانيانو ته چه د هيواد د نورو ځايونو نه اوروموچی ته ځی د باران په ضد سامانونو ته لکه چترۍ ته هيڅ اړتيا نه پيدا کوی ٠ د توجه وړ خبره دا ده چه د شينجيانګ په بی پايه صحرا کښی زيات جګ جګ غرونه ولاړ دی ٠ د دغو جګو غرونو څوکې په واورو پټی دی او د هوا د ګرمۍ له امله واوری ويلی کيږی چه اوبه يی پټيو ته ځړوبيږی ٠ او د خلکو د ژوند او د ښار دابادۍ دپاره زمينه مساعده کوی ٠ اوروموچی ته نژدی د تيان شان غرونه د اوبوداسی طبيعی برج دی چه اوبه يی هيڅکله نه ختميږی٠ د تيان شان غرونه د يوه ښامار غوندی د پامير په لوړه کښی شمالی خوا ته غزيدلی او بيا يی د يوه خنجر په شان شينجيانګ په دوو برخو پری کړی دی ٠ د تيان شان غرونه د اوروموچی په شاوخوا کښی ولاړ دی ٠ دوهمه لوړه څوکه يی چه بوکدا نوميږی او جګوالی يی ٥ زرو ٤ سوو ٤٥ مترو ته رسيږی اوروموچی ته نژدی په هسکه غاړه ولاړه ده ٠ ددی څوکی د لومړی لمبر يخچال نه ويلی شوی واورينی اوبه داوروموچی سيند ته بهيږی او د اوروموچی ښکلی ښار ددی سيند په دواړو غاړو کښی اباد شوی دی ٠ پوښتنه دا ده چه ايا د تيان شان د غرونو ټول يخچالونه ويلی کيږی ؟ ځواب يی منفی دی ٠ د تيان شان غرنی سيمه په چين کښی د يخو سيندونو څخه جوړه شوی لومړی لويه غرنی سيمه ده او د نهو زرو پنځه سوو مربع کيلو مترو په مساحت ٦ زره ٨ سوه ٩٠ يخ رودونه پکښی بهيږی ٠ او د يخونو د ويلی کيدو حجم يی ٨ زرو ٧ سوو مليونو مکعبو مترو ته رسيږی ٠ دغه لوي يخ سيندونه د مځکنی کری د جاذبی قوی او فشار تر رول لاندی ورو ورو ښويئږی او واورين خطر ته د رسيدو نه وروسته د يخو سيندونو مخکښنی برخه د هوا د حرارت د جګوالی له امله اوبه کيږی او وروستنی برخه يی نوره هم اوږديږی ٠ که څه هم په شينجيانګ کښی اورښت کم دی خو په غرنيو سيمو کښی يی باران نسبتاٌ زيات دی او په جګو غرونو کښی يی واوره د ذخيره کيدو نه وروسته په يخ رود بدليږی ٠ نو ويل کيږی چه د تيان شان په غرونو کښی يخ او واوره د تل دپاره پاتی کيږی ٠ اوروموچی دوه سوه ٦٠ کاله مخکښی د مان چينګ د شاهی سلسلی د امپراطور له خوا ددی هوا په نامه ونومول شو چه معنی يی د درس عبرت دی ٠ څرنګه چه دغه نوم د شينجيانګ د ملی اقليتونو احساساتو ته ضرر رسولی ؤ نو د چين ولسي حکومت په ١٩٥٣ م کال کښی دغه ښار د اوروموچی په نوم بدل کړ چه ښکلی چمن معنی لری ٠ نن ورځ اوروموچی په يوه عصری لوي ښار اباد شوی دی ٠ په دی ښار کښی ١٣ قومونه ميشته دی او د غير دايئمی استوګنی خلکو شمير يی په هيواد کښی پرته د مرکز بيجينګ نه دوهم مقام نيسی ٠ په دی ښار کښی د بيلا بيلو قومونو خلک په سندرو او نڅاوو کښی تکړه دی او د سولی په فضا کښی سره ګډ ژوند کوی ٠ د قومی خلکو د راټوليدو په وخت کښی موزيک ، سندری او نڅاوی ددوی حتمی کار دی ٠ ويغوريان او د نورو ملی اقليتونو خلک د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری ٠ نو د اوروموچی په پوهنتونونو کښی درسي کتابونه په ويغوری ژبه او دهيواد په ملی ژبه چاپيږی ٠ او استاذان او ښاريان عموماٌ هم په څو ژبو پوهيږی ٠ د شينجيانګ ورځپاڼه د چين په ملی ژبه ، ويغوری ، قذاقی او مغولی ژبو چاپيږی او د تی وی پروګرامونه په ٣ ژبو خپريږی او د ويغوری ژبی د لوست پروګرام هم برابر شوی دی ٠ ګرانو دوستانو اوروموچی د زياتو قومونو ، مذهبونو ، ژبو او فرهنکونو مرکز دی او هر کال د خاصو ښيګڼو ، جذابو او ښکلو منظرو او تاريخی ځايونو له امله ډير زيات داخلی او خارجی سيلانيان راجلبوی ٠ څرنګه چه د چين شينجيانګ د پاکستان او افغانستان سره ګډی پولی لری ، نو ددی سيمی په ځينو ځايونو کښی افغانان او پاکستانيان لږ نه دی چه اکثريت يی په سوداګرۍ بوخت دی ٠