<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-23 18:47:28    
د انسان د الوتلو خوب ترسره کوونکي ويلبر رايت او ورويز رايت

cri

د الوتکو اختراع کوونکي او د اوسني عصر د هوايي چارو سنبټ ايښودونکي ويلبر رايت او وروويل رايت دواړو وروڼو د محرکې قوې په واسطه د انسانانو د الوتلو په هکله خيال او خوب د ترسره کولو دپاره نه ستومانه کيدونکي کوششونه کړل او بي شميره ازموينې يې کړې ، بالاخره يې د انسانانو خوب په حقيقت بدل کړی دی ٠ د دوي سترو کارنامود هوايي چارو د پرمختګ دپاره کلک بنسټ ايښی دی ٠

ويلبر رايت د ١٨٦٧ کال د اپريل په ١٦ نيټه او کشر ورور يې ورويز رايت د امريکې د وهيو ايالتد دايتون په ښار زيږيدلي وو ړ دواړو وروڼو د ګوچنيتوب په وخت کې د کاغذي باد د لوبولو سره ډيره علاقه درلوده او خيال يې درلود چې پوه ورځ د کاغذي باد په شان يو ډول وسيله جوړه کړي او پکې انسان هم هوا ته الوتلی شي ،

د نولسمې پيړۍ په پاي کې د ساينس او تکنالوژي د ترقۍ له امله هوا ته د الوتلو په باب د انسان د خوب ترسره کول احتمال ته نژدې شو، په ١٨٩٥ کال کې رايت وروڼو يو داسي خبر واوريد چې په المان کې يو سړي چې ليلليندار نوميده د د يو ډول بي موتوره پلانير د جوړولو په ازموينې ﻻس پوري کوي ، نو دوي دواړه په دې باره کې مربوطو خبرونو ته ملتفت شول ړ د ١٨٩٦ کال په اګيست کې يو د خواشني وړ خبر دوي ته رسيدلی چي ښاغلي ليليندار د يوې بي موتوره الوتنې په وخت کې د يوې غيرمترقبه پيښې له امله مړشو٠ رايت وروڼو ددې تراژدي په وړاندې نااميده نشول ، دوي پريکړه وکړه چې د انسان د الوتلو خوب د ترسره کولو دپاره خپل ټول قوت وقف کړي ٠

د ١٨٩٩ کال په پيل کې رايت وروڼو په واشينګتن کې د سميس انجمن ته يو پيغام

وروليږه او پکې يې هيله وکړه چې د نوموړي انجمن څخه د هوايي ازموينو په اړوند اسناد ترلاسه کړي ، د سميس انجمن ژر رايت وروڼو ته مربوط ماخذونه وروليږل ، رايت وروڼو د زياتو اسنادو د مطالعه کولو نه وروسته د خپل بې موتوره الوتکې د جوړولو په کار لاس پوري کړ ٠

د ١٩٩٠ کال په اکتوبر کې رايت وروڼو د خپل بې موتوره الوتکې سره د شمالي کاليرو ايالت ته ولاړل او د الوتکې د الوتنې په ازموينې يې پيل وکړ، خو دوي په ازموينې کې کوم پرمختګ نه و ترلاسه کړی ٠دوي نااميده نه شول او په مداومه توګه يې د الوتکې د الوتنې په ازموينو ﻻس پوري کاوه ، دوي فکر وکړ چي که په الوتکه کې موتور يعني انجن نصب شي نو الوتکه حتمأ لوړې هوا ته پورته کيدای شي او په هوا کې د اوږد و خت دپاره الوتنه کړای شي ٠

په ١٩٠٣ کال کې دوي يوه انجن لرونکي الوتکه جوړه کړه او ددې کال د دسمبر په اوولسمه نيټه يې د الوتکې د الوتنې په ازموينه ﻻس پوري کړ، دا الوتکه د څه دپاسه ديرشو مترو په لوړه هوا کې د ١٢ ثانيو د الوتنې نه وروسته ځمکې ته راښکته شوه ٠ که څه هم دا يوه لنډه الوتنه وه ، خو دا لنډې الوتنې د انسانانو په تاريخ کې يوه نوي عصر جوړکړی دی ، انسان د لومړي ځل دپاره په بري سره د انجن لرونکي الوتکې په چلولو سره په هوا کې الوتنه وکړه ٠ ددې ازموينې نه وروسته رايت وروڼو د الوتکې په چلولو سره نورې ازموينې کولې ٠په يوه ازموينه کې ددوي الوتکه د څه دپاسه دوو سوو مترو په واټن د ٥٩ ثانيو دپاره والوتله ، په همدې وخت کې د انسان هغه خوب چې په هواکې والوځي د حقيقت ميدان ته ورسيد، ورپسي رايت وروڼو د الوتکې د الوتنې ازموينو ته دوام ورکړ٠ د ١٩٠٨ کال د مې په مياشت کې ويلبر رايت

د فرانسې په پاريس کې د الوتکې د چلولو سره په هوا کې د دوو ساعتو ٢٢ دقيقو او ٢٣ ثانيو دپاره الوتنه وکړه ٠ ددې کال د سپتمبر په اوولسمه نيټه ورويل د امريکې د پوځي قواوو دپاره د يوې الوتنې په ازموينې کې د الوتکې د لويدا له امله ژوبل شو، خو د روغ جوړ کيدو نه وروسته ورويل رايت بيا د الوتنې په ازموينو کې برخه واخيستله ٠ د ١٩٠٩ کال د نوامبر په مياشت کې رايت وروڼو د الوتکو د جوړولو يو شرکت جوړکړ، د ١٩١٢ کال د مې په ٢٩ نيټه ويلبر رايت د ٤٥ کالو په عمر له دنيا څخه خپلې سترګې پټې کړې او دده کشر ورور ورويل رايت د ١٩٤٨ کال د جنوري په ديرشمه نيټه هم مړ شوچې په هغه کال کې عمر يې ٧٧ کالو ته ورسيد ٠

رايت وروڼه د هوايي چارو د پرمختګ دپاره سترې کارنامې ترسره کړې او د ناکامی او مرګ څخه د نه ويريدونکي روحيه هم د احترام وړ دی ، دوې دواړه تل د انسان په ياد کې ساتل کيږي ٠