<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-23 19:02:26    
د بيجينګ يو لکو ښاريانو په لوي واټ کي دهنرمندانو د رسم ګزشت ننداره وکړه

cri

د سپتمبر ٢٥ مه نيټه د شنبې د رخصتۍ له ورځې سره مصادفه وه ، په دی ورځ کي د بيجينګ د اووم بينالمللي توريستي او هنري فيستوال افتتاحيه مراسم او د هنرمندانو رسم ګزشت د چين د مرکز بيجينګ د جنوبي سيمې په مرکزي لاره کي چه بيا ترميمه شويده تر سره شول ٠ د بيجينګ يو لک ښاريان د لارې په دواړو غاړو کي راغونډ شول او د څه د پاسه دوو زرو تنو فولکلوري هنرمندانو په ګډون د چيني او خارجي ٤٥ هنري هيأتونو د رسم ګزشت ننداره يي وکړه ٠

افتتاحيه مراسم او رسم ګزشت د چين د ولسي جمهوريت د تاسيس د ٥٥ مې کاليزې د نمانځنې او بيجينګ ته د اولمپيک د سپورتي لوبو د جنډۍ د رارسيدو د استقبال په مراسمو سره تر سره شول او له ٥ برخو څخه عبارت وو چه په جلا جلا توګه مقدمه ، بيجينګ ته د اولمپيک د سپورتي لوبو د جنډۍ د رارسيدو استقبال ، د جشن خوشحالي ، رنګارنګ کلتور او د رسم ګزشت پای ٠

د چين د هنري هيأتونو نه پرته ، د ٢٦ خارجي هيوادونو ٣٧ هنري هيأتونو رنګارنګ او په زړه پوري نمايشونه ور کړل او د بيجينګ د ښاريانو زياته خوښي او خوشحالي يي ور په برخه کړه چه له دې جملي نه د فرانسې ٢٠٠ تنو هنرمندانو او د بيجينګ د سيوانګ وو سيمې د نڅاوو ټيم او نورو هنري هيأتونو په ګډه سره هغه نمايشونه ور کړل کوم چه په تير کال يعني د چين په کلتوري کال کي ، دوي په ګډه

سره د پاريس د شانزريزي په لوی واټ کي ور کړي وو ٠

په لوي واټ کي د نمايشونو ور کول د بيجينګ د بينالمللي توريستي او کلتوري فيستوال يو نمونوي فعاليت ګرځيدلی دی ٠ پرته له دی نه چه د بيجينګ لومړی بينالمللي توريستي او کلتوري فيستوال د بيجينګ د اسيايي سپورتي لوبو په کلي کي جوړ شوي و ، له دوهم نه تر پنځم پوري د بيجينګ بينالمللي توريستي او کلتوري فيستوال ټول د پينګ ان په نامه لوي واټ کي تر سره شو ٠ سږکال د لومړی ځل لپاره د بيجينګ ښار د جنوبي سيمې د يونګ دينګ من د ښاري برج نه د تيان چاو تر مارکيټ پوري په مرکزي لاره کي چه دوه کيلومتره اوږدوالی لري تر سره شو او يو لکو ښاريانو د لارې په دواړو عاړو کي د نمايشونو ننداره وکړه ٠

اوسني بينالمللي توريستي او کلتوري فيستوال د بيجينګ د ښاروالي ، دولتي توريستي رياست ، د بيجينګ ښارد توريستي رياست او د پايتخت د توريستي ګروپ له خوا په ګډه سره جوړ شو چه د سپتمبر په ١٦ مه نيټه پيل او د اکتوبر په اوومه نيټه پای ته ورسيداو په لوي واټ کي د نمايشونو د ور کولو ، د اولمپيک د سپورتي لوبو د جوړونکو ښارونو د منظرو د عکسونو د نندارتون او د توريستي معلوماتو د نندارتون په شمول له ٥ لويو فعاليتونو نه عبارت وو ٠