<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-23 20:02:41    
د ﻻسا ښار ته سفر

cri

ګرانو دوستانو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين د تبت د خودمختارې سيمې د ﻻسا ښار په باب څه معلومات تاسو ته وړاندې کړو٠

د چين د تبت خودمختاره سيمه د چين په جنوب لويديځ کې واقع ده او د ميانمبر ، هند ، بوتان او نيپال سره ورڅيرمه ده ٠ تبت د څه دپاسه ٣٥٠٠ کيلومترو په اوږدوالي سرحدي کرښه لري ٠ په ١٩٥١ کال کې تبت په سوله ايزه توګه ازاد شو او په ١٩٦٥ کال کې يې په خودمختاره سيمې بدله شوه ٠ د تبت د خودمختارې سيمې عمومي مساحت يو مليون دوه لکه اته ويشته زره څلور سوه مربع کيلومتره دی چې د چين د عمومي مساحت په سلو کې دوولس اعشاريه پنځه برخه نيسي او نفوس يې دوه مليونه درې لکه شپيته زرو تنو ته رسيدلی دی ، په دې سيمه کې د تبتي قوم د خلکو شمير د سيمې د ټولو خلکو په سلو کې نوي برخه نيسي ، د سيمې مرکز ﻻسا ښار دی ٠

د تبت په خودمختاره سيمه کې واوره لرونکي غرونه ، پراخ څړځايونه ، جهيلونه او ځنګلونه ډير دي او طبيعي منظرې يې هم ډير ښکلې او په زړه پوري دي ، هرکال زيات شمير چيني او بهرني سيلانيان د سفر دپاره تبت ته ځي ٠

د تبت په خودمختاره سيمه کې مالداري او زراعتي محصولات زيات دي ، مثلأ تبتي هوسۍ ، تبتي غويان ، تبتي اوربشي ، کچالو ، وريجي او چاي موجود دي ٠علاوه پر دې تبتبي طبي بوټي هم زيات دي چې د چين په دننه کې هم شهرت لري ٠

اوس د چين له زياتو ځايونو څخه ﻻسا ښار ته د تګ دپاره زيات عمومي پوخ سړکونه جوړشوي او د چينګ هاي ولايت څخه تبت ته دورتګ دپاره يوه اوسپنيزه

ﻻره هم د جوړيدو په حال کې ده ٠برسيره پر دې د تبت او د بيجنګ ، څنګ دو او ﻻن جوښارونو ترمنځ هوايي کرښې هم شته ، سيلانيان کولی شي چې د موټرونو او الوتکو په وسيله تبتب ﻻړشي ٠

ﻻسا ښار د تبت دخودمختارې سيمې مرکز دی او د منځني تبت د سمندري سطحې نه د ٣٦٥٨ مترو په لوړ ځای کې واقع دی ٠ اوس د ﻻسا په ښاري سيمه کې يو لکو اتيا زره تنه خلک اوسيږي ، د ﻻسا ښار د ورځې او شپې لخوا دهوا دتودوخې درجې ډير توپير لري ، دلته په ژمي کې هوا ډيره سړه نه ده او په دوبي کې هوا هم ډيره توده نه ده ٠ د سفر دپاره ښه او مناسب وخت د جون نه تر اکتوبره پورې دی ، د ﻻسا زراعتي محصوﻻت ، تبتي وربشي ، غنم ، جوار ، نخود ، شړشم او نورې غلې دانې دي ، مالداري محصوﻻت يې په اقتصا کې زياته برخه نيسي ٠

د ﻻسا سيمه ډيره پخوا يو صحرايي ځای و ، د ميلادي اوومې پيږۍ په لومړنيو وختونو کې د تبت مشر سونځانګانبو په تبت کې ملوکالطوايفي جوړه کړه او ﻻسا يې د خپل ملوکالطوايفي د مرکز په توګه وټاکه ، نو د هغې مودې نه راهيسي ﻻسا د تبت په يو سياسي ، اقتصادي او کلتوري مرکز بدل شوی دی ٠

ﻻسا يو لرغونی ښار دی چې تر اوسه پورې څه دپاسه ١٣٠٠ کاله تاريخ لري او په دې سيمه کې زيات قديمي او تاريخي ځايونه او اثار ليدل کيږي ٠ د بيلګې په توګه د بوداﻻ په نامه ماڼۍ او زيات نور مشهور معبدونه ډير چيني او بهرني سيلانيان ځانته راجلبوي ٠

د بوداﻻماڼۍ د ﻻسا ښار په لويديځ کې پر يوه غره باندې جوړه شوې ده ، دا يوه ديارلس پوړيزه ماڼۍ ده او د سمندري سطحې نه د ٣٧٥٦ مترو په لوړځای کې ولاړه

ده ٠ د ماڼۍ لوړوالي ١١٠ اعشاريه اوه مترو ته رسيږي او عمومي مساحت يې يو لکوديرش زروه مربع متره دی ، ټوله ماڼۍ ١٥٠٠٠ کوټې لري ، ماڼۍ د ډبرو او لرګيو څخه جوړه شوې ده ٠ د ماڼۍ د ديوال پنډوالی يو متر او په ځينو ځايونو کې د ديوال پنډوالی پنځو مترو ته رسيږي ، پر ديوالونو باندې رنګارنګ نقاشي او انځورونه کښل شوي دي ، په ټوله ماڼۍ کې سل ګونه زره لويې او کوچنې بودايي مجسمې شته چې د سرو زرو ، سپينو زرو ، ميسو ، يشم او صدول څخه حکاک شوې دي ٠

اوسني بوداﻻماڼۍ په ١٦٥٢ ميلادي کال کې بيا جوړه شوې ده ، ددې نه مخکې زړه بوداﻻماڼۍ چې د چين د تانګ د امپراطور د شهزادګۍ ون څنيګ او د سونځانګانبو ترمنځ د واده کولو دپاره جوړه شوې وه ، د طبيعي افتونو او د تبت د کورنيو جګړو له امله ويجاړه شوه ٠ د اوسني ماڼۍ د جوړيدو کار د نيمې پيږۍ په موده کې بشپړه شوه ړ وروسته له هغه د تبت نورو واکمنانو په مداومه توګه دې ماڼۍ ته پراختيا ورکړه ، نو په دې وجه اوسني ماڼۍ جوړه شوې او راپاتې شوې ده ٠ د بوداﻻماڼۍ د ظاهر له نظره په دوو برخو ويشل کيږي ، خلک منځني برخې ته سره ماڼۍ او د سرې ماڼۍ دوو اړخونو ته سپينه ماڼۍ وايي ، ځکه چې د يوې برخې رنګ يې سور او د بلې برخې رنګ يې سپين دی ، سره ماڼۍ د بودايي کتابونو د لوستلو او د پخوانيو داﻻي ﻻماګانو د روح د دعاکولو ځای دی او سپينه ماڼۍ د داﻻي ﻻما د اوسيدلو او د سياسي فعاليتونو د ترسره کولو ځای دی ٠

بوداﻻماڼۍ د چين د تبت په خودمختاره سيمه کې تر ټولو نه مکمله او ستره لرغوني ودانۍ ده او د چين د حکومت لخوا د ساتل شويو مهمو اولرغونو ځايونو څخه هم ده ، هرڅوک چې تبت ته ځي ترټولو نه مخکې د بوداﻻ دماڼۍ سيل کوي ٠