په دې نامه يوکتاب راورسيد چه ويښو زلميانو يې په ليکلو کی برخه اخيستې ده او پښتو ټولنې له خوا د ښاغلی فاضل او با درده پښتون عبدالروف خان بېنواپه زيار او کوښښ د کابل د مجلې د دوه شمارو په عوض چاپ او نشر شو.
په دې کتاب کی مونږ د مملکت مهم رجال ، مهمې مفکورې ، عالی شعور او لوړ احساس د وطنخواهئ او مليت دوستئ سرشار قوت ، اجتماعی انتباه او بيداری وينواو او پوهېږو چه زمونږ په هېواد کی پو څه زلميان او ځوانان پيدا شوی چه د مملکت حقيقې سعادت غواړی او په ټينګه په اجتماعی خير او بهبود پسې ګرځی . د دوی غايه او مرام خود پسندی او خود نمايی ، تظاهر او نمايش نه دی ، له خود خواهئ او ټيټو نفسی اغراضو نه پورته دی او دملی عشق په حرارت د دې وطن دپاره خدمت کول غواړی .
هو! د دوی عزم و همت دځان او شخصی ګټې دپاره نه ، بلکه د لوړو اچتماعی مطالبو او مبارکو مقصدونو لپاره صرفېږی . د دوی له نشراتو او ويناګانو څخه سړی دزړه په ګواهئ او تصديق پوهېدی شی چه دوی خپل خدای ، خپل پادشاه او خپل وطن په ځدمت او محبت کی دير صداقت لری او غواړی چه ددين او دنيا د اجتماعی خير او سعادت لپاره کار وکړی او دحقيقی اسلام او صحيح مدنيت په رڼا کی د دنيا او اخرت نيکې وغواړی . لکه چه يو مسلمان ته د دې دعا تلقين شوی دی عملا هم دواړه جهانه په نظر کی ونيول شی .
هو! دوی لکه له مذهبه نا اشنا ځوانان يوازې دنيا نه غواړی او د اخرت سودا هم ورسره شته ، مګر دنيا هم نه پېروی او رهبانيت ښه نه ګڼی . د دوی ارزو مونږ ته ځان داسې راښوولی دی ، چه دوی يوه داسې رڼا لټوی ، چه د جهل و ناپوهئ ، دبدو رسومو او مزخرفو خيالانو د ناوړو عقايدو تورتم ورک کړی او حق و حقيقت ، صحيح افکار او صحيح اشخاص او رجال وپېژندل شی .
هغه کسان چه اخرت دپاره هېڅ نه کوی ، له اخلاقو او انسانی فضايلو محروم دی . بی د دنيا له عيش او عشرته بله ارزو او بله غايه نه لری . يا هغه اشخاص چهد خدای اطاعت او عبادت د دنيا دپاره دام ګڼی بی له ريا او تزوير څخه نور څه نه لری او په هغو چارو چه اخرت ګټل کيږی دوی دنيا پری ګټی .
مونږه بايد دغه دواړه طايفې د صحيح پوهې او حقيقی بصيرت په رڼا کی وپېڅنو او د مملکت صحيح خدمتګاران او د دين رښتيانی غمخواره له نورونه بيل کړو .
د ويښو زلميانو همدغه کار دی او ددنيا او اخرت ګټه هم په همدغو کارو کی مضمره ده .
دغه کتاب چه زمونږ لاس ته راغلی دی ، دغه شان رهنمايی پکی شته او د بيا لوستلو دی چه مونږ به په وروسته ګڼو کی څه مضامين د اختصار او اقتباس په ډول تری واخلو .