<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-24 16:43:44    
د ايدز ناروغانو د علاج لپاره ښځينه داکترانې او نرسانې

cri

د چين د جينګ جو ښار په شپږم ولسي روغتون کي يوه سپينه ودانې ده او دلته د روغتون له خوا د ايدز ناروغانو د منلو سيمه ده ٠ددې سيمې مشر ې داکتري ځاو چينګ سيا خبريال ته وويل چه په روغتون کي دې سيمې ته د ساري ناروغيو لومړني سيمه ويل کيږي او په سيمه کي ٣٠ پاکې او ساده بستري شته ٠

ډاکتره خه يوه هوښياره او ښه باور لرونکي ښځه ده ٠ خو هغې خبريال ته وويل چه د ايدز ناروغانو د علاج د کار د پيل کولو په وخت کي ، هغه وژاړه ، ځکه چه هغه وخت دغه کار ډير مشکل و ٠ داکتره خه د خه نان ولايت له يوه نامتو طبي پوهنتون نه فارغه شوي او د ٥ کالو په تعليمي دوره کي يي د ناروغيو د تشخيص او علاچ په اړوند د طبي تخصص په زده کولو کي ښه موفقيتونه تر لاسه کړيدي ٠ وروسته هغې په روغتون کي د ٥ کالو لپاره د ناروغيو د تشخيص او علاج په اړوند طبي کار کړي او بيا د لوړو تحصيلاتو لپاره د بيجينګ د دي تان روغتون ته چه د ساري ناروغيو يو روغتون دی ور وليږله شوه څو چه د ايدز ناروغۍ د معياري تشخيص او علاج طريقې زده کړي ٠ هغې وويل چه په هغه وخت کي زمونږ مشکلات د علمي څيړنې په برخه کي نه وو ، برعکس زمونږ په چاپيريال کي د ايدز ناروغۍ په باب د زياتو کسانو ناپوهي او د ايدز ناروغانو په وړاندي يي سو تفاهم او تبعيض وو ٠

په بيجينګ کي د لوړو تحصيلاتو د سر ته رسولو نه وروسته د روغتون مشر له داکترې خه څخه غوښتنه وکړه چه د ايدز ناروغانو د علاج په کار لاس پوري کړي ٠ خو د روغتون ځينو کسانو وويل چه داکترې خه ککړ شيان شپږم ولسي روغتون ته راليږلي دي ٠

داکترې خه وويل چه د ايدز زياتو ناروغانو لمړي په نورو روغتونونو کي داکتران وليدل او وروسته شپږم ولسي روغتون ته راغلی دي ٠ خو ځينو داکترانو د ايدز ناروغانو ته غلطه لارښوونه کړي او حتي هغوي ته يي د تبعيض په سترګه کتلي ٠ که وويل شي چه طبي کارکوونکي د ايدز ناروغۍ د وقايي سرتيره ډله ده ، نو ددې ډلې لپاره ډيره عاجله اړتيا به دا وي چه په ژوره توګه د ايدز ناروغۍ په باب معلومات درک کړي ٠

داکتره جاو چينګ سيا پخوا د ځګر ناروغۍ د څانګې يوه داکتره وه او د شپږم ولسي روغتون اداري وظيفه يي هم په غاړه واخيستله ٠ هغه د روغتون دوهمه داکتره ده چه د ايدز ناروغانو سيمې ته راغلی ده ٠ د هغې د راتګ نه دمخه ، د ٢٠٠٠ کال د جولاي په مياشت کي ددې سيمې د رسمي پرانيستلو څخه د ٢٠٠١ کال تر نوامبر پوري په ګرده سيمه کي يوازي داکترې خه او درو تنو نرسانو کار کاوه ٠ داکترې خه په خندا خبريال ته وويل چه په هغه وخت کي مي يو موبيل واخيست او د ډوډوۍ خوړلو ، سبزيو اخيستلو او په کور کي د خوب کولو په هر وخت کي مي موبيل له ځان سره راووړ څو چه هر وخت کار ته چمتو واوسم ٠ هغې د کړکۍ بهر ته ګوته ونيوله او و يي ويل چه زما کور د روغتون د کارکوونکو په ليليه کي دی ، که څه هم کور مي له روغتون سره ډير نژدی دی ، خو د شنبي او يکشنبې په ورځو کي عمومأ بهر ته نه ځم ٠

داکتره جاو چينګ سيا په ١٩٩٦ کال کي د ايدز ناروغۍ ته متوجه شويده ٠ هغې په بيجينګ کي د ايدز ناروغۍ په باب يوه غونډه کي ګډون وکړ او د سي خه په نامه د روغتون پروفيسرې وانګ اي سيا په غونډه کي ګډون کوونکو ته د ايدز د ١٤ تنو ناروغانو حالت چه ددوي د روغتون له خوا منل شوي معرفي کړ ٠ جاو چينګ سيا دا ياده کړه چه پروفيسرې وانګ دوي ته ويلي چه د ايدز ناروغي اوس يوازي د خپريدو په لومړي وخت کي واقع ده ٠

نرسه سياو شاو يو کال دمخه د شپږم ولسي روغتون د ايدز ناروغانو سيمې ته راغلي او اوس ٢١ کلنه ده ٠ هغې وويل چه سياو لي د ايدز يوه سخته ناروغه وه او په هغه وخت کي ما هره ورځ ددې ناپاکي شوي روجايي د ٦ او حتي د لا زياتو ځلو لپاره تبديلوله ځکه چه هغې په بستري باندي ځای پر ځاي عايطه مواد کول او هغه وخت سم دوبی و ٠ خبريال ور څخه پوښتنه وکړه چه تا له ککړتيا او بدبويي څخه نفرت نه کاوه ؟ هغې په ساده ډول ځواب ور کړ چه نورو نرسانو هم داسي کار کاوه ٠ د نرسانو مشرې مونږ ته نصيحت کړي چه دا زمونږ وظيفه ده ٠

کله چه خبريال ددې سيمې له داکترانو او نرسانو نه پوښتنه وکړه چه د ناروغانو دغه سيمه د ناروغانو له نورو سيمو سره يو شان ده که نه ؟ هر يوه وويل چه يو شان نه ده ځکه چه دلته ناروغان له نورو ناروغانو سره يو شان نه دي ٠

داکترې خه خبريال ته وويل چه زه به هرومرو په دي سيمه کي خپل کار ته دوام ور کړم ، که مونږ ولاړشو ، دغه ناروغان به دلته را نه شي ٠