<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-24 18:22:21    
دچين د اقتصادی سيالی قوت په نړۍ کښی شپږ څلويښتم مقام نيسی .

cri

د نړۍ اقتصادی فورم په دی نژديو ورځو کښی له ٢٠٠٤ کال نه تر٢٠٠٥ کاله پوری دنړۍ د سيالی د قوت په باب راپور وړاندی کړ ، فلند او امريکا لا هم لومړۍ او دوهم مقام نيسی او چين په نړۍ کښی شپږ څلويښتم مقام نيسی .

د نړۍ اقتصادی فورم په عمده ډول د عمومی اقتصادی اداری ، تخنيکی اصلاحاتو او دعامه سازمانونو د کيفيت د دغو درو ستندردونو له مخی د يو اقتصادی موجوديت د سيالی قوت اندازه کوی . په راپور کښی ويل شوی چه فلينډ په دغو درو برخو کښی وتلی برياليتوبونه لاس ته راوړلی دی ، نو ځکه په نړۍ کښی لومړۍ مقام نيسی .، دا دريم ځل هم دی چه په دی وروستيو څلورو کالو کښی فلنډ

په نړ ۍکښی لومړۍ مقام نيسی .

امريکا په تخنيکی ساحه کښی تفوق لری ، خو دعامه سازمانونو د کيفيت او دعمومی اقتصادی چاپيريال د ثبات په برخو کښی دومره ښه نه دی ، نو ځکه په نړۍ کښی دوهم مقام نيسی . سويډن ،دچين د تايوان تايوان ، ډنمارک ، ناروی ، سينګاپور ، سويس ، جاپان او ايسلينډ له دريم مقام څخه ترلسم مقام پوری نيسی . دچين د تايوانولايت او سينګاپور لا هم په اسيا کښی دوه سيالی قوت لرونکی اقتصادی موجوديت دی .

په چين کښی د خلکود مطلوب عمر شاخص ( انديکس )اويا اعشاريه نه کاله دی .

په دی نژديو وختونو کښی په چين کښی د انسانی او کلتوری انکشاف د

شاخص دزياتوالی ګراف د نړۍ د منځنی سويی په نسبت په سلو کښی

دوه اعشاريه دری زيات شوی دی او په نړۍ کښی څلور نويم مقام نيسی ، تيرکال په نړۍ کښی يوسلوڅلورم مقام ونيوه .

د انسانی او کلتوری ودی شاخصونه د مطلوب عمر ، د پوهنی او د داخلی عمومی توليدی ارزښت له شاخصونو څخه جوړيږی . داسنادو او معلوماتو څخه څرګنديږی چه روان کال په نړۍ کښی د انسانی او کلتوری انکشاف دشاخص له نظره ناروی ډير لوړ دی او سويډن او استراليا په جلا جلا توګه په نړۍ کښی دوهم او دريم مقام نيسی .

روان کال په چين کښی دانسانی او کلتوری ودی شاخص صفر اعشاريه اوه څلورپنځه دی او دانسانی او کلتوری ودی په منځنی سويه کښی واقع دی . چين د هغو هيوادونو په نسبت مناسبه فاصله لری کوم چه د مطلوب عمر ، پوهنی او دداخلی عمومی توليدی ارزښت ددغودرو شاخصونوله نظره ډير لوړ دی .په چين کښی دخلکود مطلوب عمر شاخص اويا اعشاريه نه دی او د جاپان په نسبت لس اعشاريه شپږکاله کم دی کوم چه د مطلوب عمر دشاخص له نظره ډيرلوړ دی .