<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-25 17:45:31    
د سهار ورزيش څه تجويزونه

cri

لږه وخت نه د مخه په بيجينک کې يو داسي بدمرغه پيښه رامنځ ته شوه چه يو سپين ږيري د سهار ورزيش په وخت کې ناڅاپه مړ شو ٠ خبريال له روغتون څخه خبر اخيستي دي چه په دي وروستيو وختونو کې د هغو زړو کسانو شمير چه د سهار په ورزيشونو کې ناڅاپه ناروغ شوي ، لږ څه زيات شوي دي ٠ د اړوندو کارپوهانو په نظر د سهار د ورزيش د مخه دي لږ څه ډوډۍ وخوري ٠ خو ځيني زاړه کسان غواړي چه د سهار د ورزيش نه وروسته د سهار ډوډۍ وخوري ٠اړوند ډاکتر وايي له دي امله چه د شپې په وخت کې غذايت ټول د بدن له خوا اخيستل او هضمې شوي ، په سهار کې دي د بدن اړونده غذايي اړتيا پوره شي ، که د اړتيا ډوډۍ و نه خوري ، دا به د ورزيش په وخت کې د زړه او دماغ د رګ د ناروغۍ سبب شي ٠ بله خبره دا ده چه يو شمير زاړه کسان دا عادت لري چه سهار وختي ورزيش کوي ٠ خو د علمي څيړنې له مخې ښه به دا وي چه د لمر درامنځ ته کيدو نه وروسته په ورزيش پيل شي ٠ ځکه د پوره شپې په وخت کې ډير انسان ته زيان رسونکي او ککړشوي مواد په هوا کې راغونډ شوي او د لمر درامنځ ته کيدو نه وروسته په هوا کې د نوموړي خراب مواد د رقيق کيدو او تجزيي نه وروسته د هوا کيفيت به ښه شي ٠ نو ځکه که په ورځ کې باد او باران نه شته ، د لمر د رامنځ ته کيدو نه د مخه په سهار کې ورزيش و نه کړي ٠ بله د توجه وړ خبره دا ده چه د سهار ورزيش دي لومړي د خپل بدن د روغتيا سره سم تر سره کړي ، که صحت دومره ښه نه دي لکه په سړه وهلو ، توخي کولو يا نورو ناروغيو اخته شي ،بايد د سهار ورزيش و نه کړي ، بر سيره پر دي که د شپې په وخت کې خوب نه وي هم ښه به دا وي چه د سهار په ورزيش کې برخه وا نخلي ٠ د اړوندو ډاکترانو په نظر ښه به دا وي چه په يوه هفته کې د څلور يا پنځو ورځو له پاره ورزيش او د دوو ورځو له پاره تفريح وکړي چه دا د خلکو د روغتيا له پاره ګټه لري ٠