<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-25 18:01:56    
د چينګ های ولايت د منابعو د تفوق څخه په استفادی سره اقتصاد ته پراختيا ورکوی .

cri

د شمال لويديځ چين د چينګ های په ولايت کښی د ګو لو سوی شان شرکت يو داسی شرکت دی چه روان کال جوړ شوی دی او په عمده ډول د مالداری د توليداتو په بهره برداری او چمتو کولو مشغول دی .نن ورځ دغه شرکت خپل توليدات مثلا وچی شيدی او د غوايی وچی غوښی دچين منځنی او لويديځو سيمو ، د بيجينګ او شانکهای ښارونو ته پلورلی دی . ددغه شرکت عمومی مدير هان ګاو شين د شرکت د چټک انکشافی علت د يادولو په وخت کښی زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه زمونږ تفوق دا دی چه د چينګ های د ولايت د مالدارۍ د منابعو څخه په استفادی سره اقتصاد ته پراختيا ورکوو . زمونږ د مالدراۍ توليدات هيڅ ککړتيا نه لری.او د جوړونی په ترڅ کښی هيڅ کيمياوی شيان پکښی نه زياتوو.

ښاغلی هان وويل چه ګوو لود چينګ های دولايت په جنوبی سيمه کښی واقع دی هغه ځای د بحر له سطحی څخه څلور زره د وه سوه متره لوړوالی لری ، خلک يی ډير لږ دی او لويی صنعتی تصدۍ هم نه ليدل کيږی . د دغه ډول خاص طبيعی چاپيريال له کبله د مالدارۍ هغه محصولات چه ددوی له خوا توليد شوی دی ، بالکل ککړتيا نه لری ، نو ځکه د ګڼ شمير مشتريانو له خوا ور ته هر کلی شوی دی .

اوس د نوموړی شرکت په شان داسی انکشافی فارمول د چينګ های په ولايت کښی رواج مومی .ددغه ولايت د والی مرستيال ما جيان تانک وويل چه دا د چينګ های ولايت يو مهم تفوق دی چه د حيواناتو او نباتاتو غنی منابع لری . په

دی وروستيو څو کلونو کښی دنوموړی ځای زراعتی او مالداری چارو په چټکۍ سره انکشاف موندلی دی .

د چينګ های ولايت په چين کښی يو داسی ولايت دی چه د مساحت له لحاظه نسبتا لوی د ی او مساحت يی اوو لکو شلو زرو مربع کيلو مترو ته رسيږی چه په دی جمله کښی د استفادی وړ څړ ځايونو مساحت يی درو لکو ديرشو زرومربع کيلو مترو ته رسيږی . په دغه ولايت کښی نه يوازی باروړنکی غوايان ، وزان او نو ر حيوانات شته ، بلکه هغه نباتات هم شته چه دارو درمل تری جوړيدای شی ،له دی امله د حيواناتو او نباتاتو منابع يی ډيری غنی دی .

د چينګ های په ولايت کښی د حيواناتو او نباتانو غنی منابعو نه يوازی دچين زياتی تصدۍ ځانته راجلب کړی دی ، بلکه دچين د لويديځو سيمو دودانولو دپاره د پلان د تطبيق سره سره زياتو خارجی سوداګرانو د نوموړی ځای تجارتی فرصت ليدلی دی .د المان څخه ښاغلی ماريو انجلوسی د چينګ های د ولايت د لرګيو د منابعو په مقابل کښی پوره اطمينان لری او چمتو دی چه په هغه ځای کښی د مفروشاتو د توليدولو تصدۍ جوړه کړی. هغه خبريال ته وويل چه لږه موده دمخه زه د چينګ های ولايت ته راغلی وم ، نو ځکه ما په دغه ځای کښی د پانګه اچونی د چاپيريال په هکله پوره معلومات نه دی تر لاسه کړی او هم په دی اړوندپريکړه نشم کولی . خو داوسنی حالاتو له نظره زما دغه ځای خوښ دی .د چينګ های په ولايت کښی د حيواناتو او نباتاتو د غنی منابعو د شته والی نه پرته ددغه ولايت غنی معدنی منابعوهم زيات پانکه اچوونکی ځانته را جلب کړی دی . د معلوماتوله مخی

په دغه ولايت کښی څه د پاسه شپيته ډوله کانونه کشف شوی دی ، مثلا بلور، سرب ،جست ، نفت ، اوسپنی او داسی نور .

د سی نينګ د خاصو فولادو د ډلی د اتحاد شرکت يوه لويه دولتی تصدۍ ده . اوس دغه تصدۍ هرکال يو مليون تڼه فولادی مواد توليدوی د نوموړی تصدۍ عمومی محاسب وانګ دا جوی وويل چه د چينګ های په ولايت کښی داوسپڼو، سکرو او نور رنګه فلزاتو منابع شته ، په راتلونکی وخت کی به زمونږ شرګت ددغو منابعو څخه په استفادی سره د لا زيات انکشاف د تر لاسه کولو دپاره هڅه وکړی .