<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-25 19:38:24    
د پاکستان صدراعظم به په راتلونکی مياشت کښی هند ته مسافرت وکړی

cri

د سين هوا ااژانس د خبر له مخی، د پاکستان د خارجه چارو د وزارت نطاق مسعود خان د اکتوبر په ٢٥ نيټه په اسلام اباد کښی وويل چه د پلان له مخی به د پاکستان صدراعظم شوکت غزيز په راتلونکی مياشت کښی هند ته مسافرت وکړی٠ خو اوس د مسافرت نيټه لا هم نده ټاکل شوې٠

پاکستان او هند څو ورځې دمخه پريکړه وکړه چه په نوامبر او دسمبر کښی به د دواړو خواوو د هر اړخيز ديالوګ بهير پيل شی ٠ نو ځکه هند ته د شوکت عزيز د مسافرت پلان د نړيوالو دپاره د ډيرې توجه وړ دی ٠ مخکښی له دی نه صدراعظم شوکت عزيز دا څرګنده کړه چه د ده په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت به د سيمه ايزې سولې او ثبات د پرمخبيولو په باب پاليسۍ باندی ټينګار وکړی او له هند سره به د ديالوګ له لاری د کشمير د مسئلې په شمول د لاينحلو موضوعاتو د حل دپاره کوششونه وکړی ٠