<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-26 17:34:00    
د افغانستان ښځې د هيواد د څښتنو په حيث جمهورريس انتخابوي

cri

د افغانستان د جمهوري رياست په عمومي انتخاباتو کي چه تازه پاي ته رسيدلي ، د افغانستان ښځو په فعاله توګه رايي ور کړي چه له دی امله دوي نه يوازي د خلکو توجه ځان ته راجلبه کړي ، بلکي يي په واقعي عمل سره د افغانستان د ښځو هغه هيله څرګنده کړيده چه په سياسي چارو کي برخه واخلي او د هيواد څښتنې وګرځي ٠

د عمومي انتخاباتو د جوړيدو دمخه ، زيات مطبوعاتي ذرايع دی ارقامو ته متوجه شوي چه د افغانستان د اوسنيو عمومي انتخاباتو په ټولو هغو انتخاب کوونکو کي چه خپل نومونه يي ثبت کړي ، د ښځينه انتخاب کوونکو انډول په سلو کي ٤١ برخه ونيوله ٠ په بل عبارت په څه د پاسه لسو مليونو انتخاب کوونکو کي چه خپل نومونه يي ثبت کړي ، له څلورو مليونو نه زيات انتخاب کوونکي ښځې وې ٠ د عمومي انتخاباتو د پای ته رسيدو نه وروسته ، د مربوط سازمان له خوا د خپرې شوي احصايي نه څرګنده شوي چه په ثبت شويو ښځينه انتخاب کوونکو کي د رايي ور کولو ميزان هم لوړ و او د رايي ور کولو په زياترو مرکزونو کي ښځې ليدل کيږي٠

په افغانستان کي د ښځو ټولنيز مقام ټيټ دی ، په تيره بيا د طالبانو د تسلط په موده کي په ښځو باندی زيات بنديزونه لګول شوي وو ، خو په داسي پس منظر کي د افغانستان د جمهوري رياست په اوسنيو عمومي انتخاباتو کي د ښځينه انتخاب

کوونکو انډول چه خپل نومونه يي ثبت کړي په سلو کي ٤١ ته رسيدلی چه له دي نه په پوره توګه د افغانستان د ښځو هغه هيله څرګنده شوي چه په سياسي چارو کي برخه واخلي او له نارينه وو سره مساوي حقوق ولري ٠

خلک دي ته هم متوجه شوي چه د رايي ور کولو په وخت کي ډيرو ښځو نوي او ښکلي بورقې اغوستي وي چه له دی نه د افغانستان د ښځو هغه احساس هم څرګنده شوي چه دوي د رايي ور کولو په برخه کي خپل حق ته په درنه سترګه ګوري ٠

د افغانستان ښځه ګل بي بي له څه د پاسه ٤ مليونو ښځينه انتخاب کوونکو څخه يوه ده او ددې لپاره دا يي په خپل عمر کي لومړی ځل و چه د رايي ور کولو له لاري د هيواد مشر انتخابوي ٠ د تيرې پيړۍ څه د پاسه شله کاله دمخه ، ګل بي بي خپل ميړه له لاسه ور کړ او بيا يي د طالبانو د رژيم تر تسلط لاندی پخپله ٥ اولادونه لوي کړل ٠ د رايي ور کولو مرکز ته د تللو په لاره کي د طالبانو پاتي شويو وسله والو کسانو هم هغه تهديده کړه چه که هغه رايي ور کړي ، نو ددې دوه لاسونه به قطع کړي ٠ خو د ګل بي بي په شان د ډيرو افغاني ښځو په وړاندي ، که څه هم خطر شته ، خو په رايي ور کولو کي يي اميد او هيلې ليدل کيږي ٠

خبره خو دا ده چه ټولې افغاني ښځې دومره نيکمرغه نه وې ، د احصايي له مخي ، هغه ښځې چه په اوسنيو عمومي انتخاباتو کي يي خپل نوم ثبت کړي اکثرأ د افغانستان د شمالي او منځني برخې له لويو ښارونو څخه دي ځکه چه په دي سيمو کي د ښځو د تبعيض اندازه د افغانستان د نورو سيمو په نسبت ټيټه ده ، خو د افغانستان د جنوبي برخې په ځينو سيمو کي ، د ښځو ګډون لا هم محدود دي او په دي سيمو کي يوازي په سلو کي شلو ښځو رايي ور کړيدي ٠ ٣٥ کلنه ښځه فروزان خبريالې ته وويل چه هغه زياته هيله درلوده چه په رايي ور کولو کي ګډون وکړي ، خو ددې خاوند موافقه و نه کړه ، نو هغه مجبورأ په کور کي پاتي شوه ٠ هغې زياته کړه چه په دی سيمه کي سړي لا هم دا نظريه لري چه که ښځه يي په بهر کي له نا أشنا سړی سره مخامخه شي ، نو دا يوه ګڼا ده ٠