<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-26 17:48:37    
بايد د ماشومانو چاغوالی ته ويښتوب وساتل شي

cri

د اروپايي اتحاد د کميټې غړی داوي بن چه د روغتيا ساتنې او د مصرف کوونکو د چارو مسوليت په غاړه لري ، په دی نژديو ورځو کي غړو هيوادونو ته بلنه ور کړه چه بايد د ماشومانو د چاغوالی د ناروغۍ د زياتيدو تمايل ته ويښتوب وساتي او د مثبتو تدابيرو په نيولو سره دی د اتباعو روغتيا تامين کړي ٠

بن وويل چه د سپتمبر ٢٦ مه نيټه د نړۍ د زړه له ورځې سره مصادفه وه او د ماشومانو چاغوالي او د زړه ناروغۍ د روان کال د فعاليت اصلي موضوع ده٠د نړۍ د زړه د ورځی د رارسيدو په موقع کي ، مونږ ټول غړي هيوادونه راويښوو چه د ماشومانو د چاغوالي د ناروغۍ د زياتيدو تمايل ته توجه واړوي ٠ اوس د اروپايي اتحاد په ځينو غړو هيوادونو کي، د هغو ماشومانو انډول چه بدني وزن يي له عادي حالت نه زيات دی ، د ماشومانو د عمومي شمير يو پر دريمه برخه نيولی ده چه دا د ډيرې انديښنې وړ ده،ځکه چه چاغ ماشومان به د لوي کيدو نه وروسته د زړه د ناروغۍ په شمول د مربوطو ناروغيو له زيات خطر سره مخامخ شي ٠ نو بايد سمدلاسه د تدابيرو په نيولو سره ماشومان د روغتيا له بدمرغی نه بچ کړي شي ٠

د اروپايي اتحاد د کميټې په اړه د روغتيا ساتنې په باب ځينو متخصصانو وويل چه د زړه او د وينو د انسداد په ناروغيو د هغو کسانو د اخته کيدو ميزان چه د ماشومتوب په وخت کي يي بدني وزن له عادي حالت نه اوښتي و ، د عمر د ٦٥ کالو نه مخکي ، د عادي بدني وزن لرونکو خلکو په نسبت له درو نه تر پنځو چندو پوري

لوړدی ،نو ويل کيږي چه د ماشومانو چاغوالی د لوي کيدو نه وروسته د زړه په ناروغي د اخته کيدو له عمده وو علتونو نه شميرل کيږي ٠

د اروپايي اتحاد د کميټې له خوا د ور کړ شويو ارقامو له مخي ، د زړه ناروغي د اروپايي اتحاد د نفوسو د مړينې عمده علت دی او د اروپايي اتحاد په غړو هيوادونو کي اغلبأ د نيمې برخې مړينه د زړه په ناروغی پوري اړه لري ٠ اروپايي اتحاد هر کال د زړه د ناروغانو د علاج لپاره ١٨٠ مليارډه يورو مصرفوي ٠ د اروپايي اتحاد کميټې دی ته اشاره وکړه چه که چيرې د زړه د ناروغانو شمير په مداومه توګه زيات شي ، د اروپايي اتحإد ټولنه او اقتصاد به له لويو بريدونو سره مخامخ شي ٠