د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د اکتوبر په ٢٦ مه نيټه د پاکستان د جنوبی وزيرستان د قبائلو د سيمې په يوه کلی کی د قبيلو ځينی مشران د غونډې په ترڅ کی د راکټونو له حملې سره مخامخ شول او په نتيجه کی يی څه دپاسه ١٠ تنه مړه او ٥ تنه ټپيان شوی دي.
د خبر سره سم د قبيلو د مشرانو د نوموړی غونډې عمومی موضوع دا وه چی څنګه د عبدالله مسعود د نيولو دپاره د پاکستان له امنيتی پوځ سره مرسته وکړی. مسعود د دوو چينی انجنيرانو د تښتولو په پېښه کی تورن دی.دغه غونډه د سپينکی رغزی په نوم کلی کی جوړه شوی وه چی د جنوبی وزيرستان د مرکز وانه شمال ختيځ ته ٥٦ کيلو متره ليری او د مسعود د قبيلې په پوری اړوند يو کلی دی.