د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اکتوبر په ٢٦ مه نيټه د پاکستان د نظامی مقاماتو نطاق بريد جنرال شوکت سلطان وويل چی په همدې ورځ د جنوبی وزيرستان د قبائلو په سيمه کی د مشرانو غونډه د غير قانونی وسله والو کسانو د راکټونو له حملې سره مخامخه شوه او په نتيجه کی يی لږ تر لږه ٩ تنه مشران مړه او ٥ تنه ټپيان شوی دي.
نوموړی مشران د دې له امله راغونډ شوی و چی د جنوبی وزيرستان د قبائلو په سيمه کی د غير قانونی وسله والو کسانو د نيولو دپاره د پاکستان له امنيتی پوځ او د قبائلو د ادرای مقاماتو سره مرسته وکړی.
له پورتنی عکس نه چه د ٢٠٠٤کال د اکتوبر په ١٨نيټه اخيستل شو و،څرګند شوی چه د پاکستان د جنوبی او شمالی وزيرستان له قبايلی سيمو څخه راغلو يو شمېر شران د اسلام باد په يوه غونډه کی حاضر وً٠