<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-27 18:19:15    
د زړو کسانو له خوشحالۍ نه ډک ژوند

cri

د چين د روغتيا کارپوه ښاغلي هونګ شاو ګوان وويل چه د سندرو ويل د ناروغۍ د مخنيوي او علاج له پاره ډير ګټور رول لوبولي شي ٠ خصوصأ د تنفس د ناروغۍ د علاج له پاره ډير مهم رول لري ، د سندري ويلو له لارې نوموړي ناروغۍ په ښکاره توګه ښه والي موندلي شي ، برسيره پر دي خلک د سندرو د ويلو په وخت کې نه يوازي اړوند ورزش کوي بلکه روحيات يي هم ډير ښه دي چه دا د انسان د هره اړخيز ي روغتيا د ساتې له پاره ډيره ګټه لري ٠

په دي وروستيو وختونو کې په هره يکشنبه د بيجينګ د جنګ شان په پارک کې تل داسي منظره ليدل کيږي چه د سهار په نهو بجو او ديرش دقيقو ډير خلک له بيلا بيلو ځايونو نه دغه پارک ته راځي ، سره راغونډيږي او په يو ځاي کې په لوړ اواز سندرې وايي ، د غرمې په يوولسو بجو او ديرش دقيقو د سندري ويلو فعاليت پاي ته رسيږي او يو دبل سره خداي پاماني کوي ٠ په دي فعاليت کې ډير ګډون کونکي سپينسري او سپين ږيري دي او له دوي سره عادي اوسيدونکي ، کارکونکي، دولتي مامورين ، تقاعد شوي جنرالان او داسي نور خلک هم شامل دي او عمومي شمير يي څو زرو تنو ته رسيدلي دي ٠ په دي فعاليت کې ګډون کونکي يو بل ته د سندرو دوست وايي ٠ دغه فعاليت د ډيرو کلونو نه مخکې پيل او ورو ورو پراخ شوي دي ٠

عمومأ زاړه کسان له دي امله چه د تقاعد نه وروسته د ژوند ساحه يي کمه شوې نو دوستانو ته ډير ه اړتيا لري څو چه د خپل عمر د پاتي ژوند رنګارنګ او له خوشحالۍ نه ډک وويني ٠ په دي وجه ډير زاړه کسان په فعاله توګه د بيجينګ د جنګ شان په پارک کې د سندرې ويلو په فعاليت کې برخه اخلي ٠ سپين ږيري چن جنګ يوان سږکال شپږ اويا کلن دي، هغه وويل چه سندري ويل زما د ژوند پاتي عمر بدل کړي دي ٠ زه د تنفس ناروغۍ لرم او دغې ناروغۍ د څه د پاسه شلو کالو راهيسي دوام درلود ٠ ويل کيږي چه هر کال زه څو څو ځله په دي ناروغۍ اخته شوي يم ،او د ناروغتيا په وخت کې مي ټوخي ډير سخت وي ، د ډاکتر د إتکل له مخې زما عمر اويا کالو ته د رسيدو وړ نه و ٠ يوه ورځ ما په دي پارک کې وليدل چه دلته ډير خلک سندري وايي او دې منظري زما توجه راجلبه کړه او ما هم ور سره يو ځاي په سندرو ويلو پيل وکړ وويلې ، له دي نه وروسته زه هره يکشنبه حتمأ دي پارک ته راځم او په دي فعاليت کې برخه اخلم د وخت په تيريدو سره زما د تنفس ناروغۍ د پيښيدو شمير ورو ورو کم شوي ، حتي په ژمي کې زما دغه ناروغۍهم نه ده رامنځ ته شوې ٠ اوس د ښاغلي چن جن يوان روغتيا ډيره ښه ده ٠ دغه راز دده په مشرۍ د اتيا تنو خلکو له خوا د سندرو ويلو يوه بله ډله هم جوړ ه شوي او د بيجينګ د چن جو يوان په پارک کې په خپل فعاليت يي پيل کړي دي ٠ سپين ږيري چن وويل چه سندري ويل ما ته روغتيا رسولي ده ، دا هم زما د پاتي عمرد ژوند له پاره يوه لويه خوشحالۍ او نيکمرغۍ ګڼل کيږي ٠

دچين د ګډو سندرو ويلو د ټولنې د منشي مرستيال ميرمن فونګ وان جن وويل چه اوس په ټول هيواد کې د زړو کسانو د سندرو ويلو ډلې تقريبأ شپږ سوو ته رسيدلي او د نوموړي ټولنې په اړه يونيټونه څه د پاسه درو سوو ته رسيدلي دي چه په دي کې زياتره برخه وال يونيټونه د زړو کسانو د سندرو ويلو ډلې دي ٠ د اړوندو کار پوهانو په نظر اوس د ژوندانه سويه اوچت شوې ، د ژوندانه کيفيت په لوړيدو سره د د کلتوري او روحيايي ژوند په نسبت د زړو کسانو اړتيا هم زياته شوي ده چه دا هم د ټولنيزي ترقۍيو ښکاره څرګندوي دي ٠