د چين د ملی ولسی کانګرس د دائمی کميټې رئيس وو بانګ ګوه د اکتوبر په ٢٧ نيټه په بيجينګ کښی د پاکستان د ملی شورا له رئيس چودری حسين سره د کتنې په وخت کښی وويل چه د چين ملی ولسی کانګرس غواړی چه د پاکستان له ملی شورا سره يو ځای د چين او پاکستان د هر اړخيز انکشاف د پرمخبيولو دپاره خدمتونه ترسره کړی٠
رئيس وو بانګ ګوه د چين او پاکستان د روابطو او اقتصادی او تجارتی همکارۍ د انکشاف لوړه قدردانی وکړه او هيله يی څرګنده کړه چه دواړه خواوې بايد د قوانينو د جوړونې او د نظارت د کارونو په برخه کښی خپل منځی تګ راتګ ته پياوړتيا ورکړی او يو له بل څخه زده کړه وکړی ترڅو چه د دواړو هيوادونو ترمنځ دوستی ټينګتيا ومومی٠
رئيس حسين دا خبره بيا تائيده کړه چه پاکستان د تايوان ، تبت او انسانی حقوقو په باب د چين له دريځ څخه ملاتړ کوی ٠