د خلکو د ورځپاڼې د خبر له مخی ، د پاکستان د ملی شورا رييس جودری حسين چه اوس په چين کی په سفر بوخت دی ، د اکتوبرپه ٢٨ نيټه په بيجينګ کی د چينی خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، پاکستان په هيڅ وجه تروريستی فعاليتونو ته اجازه ورنه کوی چه د چين او پاکستان پر دوستی باندی منفی اغيزه واچوی .
ښاغلی چودری حسين زياته کړه چه له بده مرغه لږه موده دمخه د چين انجنيران د ترهګرانو هدف وګرځيدل او ددوی د ژغورلو په بهير کی يو تن شهيد شو چه دا د پاکستانی خوا د ډيری خواشينی او غمجنۍ سبب شوی دی . اوس پاکستان په خپل هيواد کی د چينايانو ، په تيره بيا د مرسته کوونکو پروژو په اړه د چينی انجنيرانو او نوروکارکوونکو د امنيت د ساتنی اوتامين لپاره زيات او ځانګړی تدبيرونه نيولی دی .
ښاغلی چودری حسين دا هم څرګنده کړه چه له ترهګرۍ سره په مبارزه کی پاکستان او چين يو له بل سره نژدی همکاری کوی .