د سين هوا اژانس د خبر له مخی هغه ٤ تورن افغانان چه د تير جون په مياشت کی د افغانستان د قندز په ولايت کی يی ١١ تنه چينی تعميراتی کارګر وژلی ؤ ، د افغانستان د سترې محکمی لخوا په جلا جلا توګه په اعدام يا د دوو کالو لپاره په بند محکوم شوی دی .
د افغانستان د مطبوعاتی ذرايعو د ٢٨ نيټې د خبرونو له مخی ، نوموړی محکمی په ٢٧ نيټه پريکړه وکړه چه د شپږم قول اردو پخوانی جنرال محمد اکبر او نور دوه تنه تورن کسان په مستقيم ډول د نوموړی ترهګرې پيښی د جوړولو يا پکی د ګډون له امله په مرګ محکوم شول او بل تورن کس د نوموړو مجرمينو د حمايت او دفاع په اثر د دوو کالو لپاره په بند محکوم شو .