د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټی رئيس جياچينګ لين د اکتوبر په ٢٩مه نيټه په بېجينګ کی د پاکستان د عوامو مجلس د رئيس چودری حسين سره د کتنی په ترڅ کی وويل چه چين د چين او پاکستان تر منځ د ښه ګاوندی مناسباتو ته په درنه سترګه ګوری او غواړی له پاکستان سره يو ځای په فعاله توګه په هره ساحه کی د دواړو خواوو تګ را تګ او همکاری پياوړی کړی٠
چودری حسين وويل چه د چين او پاکستان تر منځ د دوستی روابط د وخت له ازموينی نه راوتلی او پر له پسی ټينګ شوی دی٠ هغه هيله لری چه دواړو خواوو د دواړو هېوادو د تګ را تګ په تيره بيا د ځوانانو د تګ را تګ د پياوړی دپاره ګډ کوشش وکړی٠