رمز – وانګ جانی ! د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی د رارسيدو په وياړ زمونږ د راډيويی سيالی مضمون دا دی هم خپور شو ٠ هيله ده چه اوريدونکی په دقت سره اوريدلی وی ٠ او د سم ځواب په پيدا کولو سره زمونږ پوښتنو ته ځوابونه راوليږی ٠ او ددی زيری هم اوريدونکو ته ورکوو چه زمونږ د سيالی څلور خپاره شوی مضمونونه به بيا هم په راتلونکی مياشت کښی په تکرار سره خپاره کړو ترڅو ټول اوريدونکی د نوموړو خپاره شويو مضمونونو په اوريدو بريالی شي ٠
وانګ – مونږ هيله کوو چه ګران اوريدونکی په دی سيالی کښی فعاله برخه واخلی او پوره بری ترلاسه کړی ٠ اوس به تاسی يوه پښتو سندره واوری ٠
------- سندره ---------
رمز – ګرانو اوريدونکو – اوس د مونږ او اوريدونکی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده ٠ مونږ يو وار بيا هيله کوو چه ګران اوريدونکی په دی سيالی کښی پوره کاميابی ترلاسه کړی ٠ ستاسو د کاميابی او خوشحالۍ په هيله ٠