<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-30 16:58:33    
د باداڅو پارک ته سفر

cri

ګرانو دوستانو د چين د دهقاني جنتري سره سم د هرکال د نهمې مياشتې نهمه نيټه د چين عنعوي اخبر يعني د څو يانګ په نامه اخبر دی ، په دې ورځ کې زياتره خلک غرونو ته خيژي له يوې خوا د مني په موسم کې د ښکلو طبيعي منظرو څخه خوند اخلي او له بلې خوا بدني ورزش کوي –

چين ته د سفر په ننني خپرونه کې مونږ سره يو ځای د چين د مرکز بيجنګ په لويديځ کې د باداڅو په نامه پارک ته ﻻړشو او ددې پارک د ښکلو منظرو سيل وکړو٠

باداڅو پارک د چين په لويديځي غرني سيمه کې واقع دی او يو اوږد تاريخ ، زيات قديمي اثار او بودايي معبدونه لرونکي پارک دی دا پارک ولې باداڅو نوميږي علت يې دا دی چې په دې پارک کې اته لوي بودايي معبدونه شته ، هر يو خپل نوم او ځانګړي خصوصيت لري ٠ دلته نه يوازې غرونه ، ځنګلونه شته بلکې لښتي هم شته چې رڼې اوبه پکې بهيږي ٠ خصوصأ د مني په پاي کې د باداڅو په بارک کې د ځينو ونو پاڼې سرې کيږي ، نو په دې وخت کې د نورو وختونو په نسبت ﻻ زيات سيلانيان دې پارک ته ځي ، دغه رازسيلانيان د هرکال په دې وخت کې په نوموړي پارک کي غرونوته د ختلو په فعاليتونو ﻻس پوري کوي او په دغو فعاليتونو کې رازراز په زړه پوري او د خوښۍ وړ فعاليتونه ترسره کيږي ٠

د باداڅو په پارک کې غرونو ته د ختلو فعاليت د بيجنګ ښاروالي په پيشنهاد رامنځته شوی دی چې مقصد يې ددغو فعاليتونو په واسطه د زړو کسانو د احترام او ورسره د مينې لرلو په باب نوي اجتماعي دودونه رامنځته شي ، د ١٩٨٨ کال نه

راهيسي په دې پارک کې غرونو ته د ختلو دپاره اوولس ځله فعاليتونه جوړشوی دی ٠ سږکال د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدنې د ٥٥ مې کاليزې سره سمون خوري ٠ نو په اوسنيو فعاليتونو کې د پخوا نه زيات نوي فعاليتونه ترسره کيږي ، اصلأ زړو کسانو ته د احترام په سترګه کتل د چيني ملت يو عنعنوي دود دی ، خو د بيجنګ ښاروالي غواړي چې د مني د څونګ يانګ په اخترکې غرونو ته د ختلو د فعاليتونو له ﻻرې دې عنعوي دود ته پراختيا ورکړي شي ٠ په عين وخت کې د خلکو د روغتياد پياوړتيا او په سپورتي فعاليتونوکې د برخه اخيستنې دپاره د خلکو جذبات راپاروي ٠ د لين ګوانګ د معبد په مخکني ميدان کې خبريال د ښاغلي سون او دده د کورنۍ د غړو سره مخامخ شو٠ ښاغلي سون يو غره ته د ختلو سره علاقمند دی هغه خبريال ته وويل باداڅو پارک غره ته د ختلو دپاره يو ډير ښه ځای دی ، د هرې اونۍ په رخصتي کې زه د خپلې کورنۍ د نورو غړو سره يو ځای غره ته خيژو، غره ته د ختلو له ﻻرې مونږ له يوې خوا د ښکلو طبيعي منظروڅخه خوند اخلو او له بلې خوا بدنې سپورتي ورزش کوو، غرونو ته ختل د زړه د پياوړتيا او د وينود سالمه جريان او د تنفوس دپاره ډيره ګټه لري او د ځينو ناروغيو مخنيوي کولي شي ٠

د باداڅو پارک د مسؤل د خبرو له مخې د باداڅو په پارک کې د غره څوکې ته د ختلو دپاره څلورې ﻻرې شته ، هرسياح کولي شي چې د خپل مشخص حالت سره سم د غره څوکې ته د تللو ﻻره انتخاب کړي ٠ غره ته د ختلو په ﻻره کې ﻻرښوونکي لوحې درول شوې دي څو چې سيلانيان د دغو لوحو سره سم په سمه توګه د غره څوکې ته ﻻړشي ٠

ما هم يوه کږه ﻻره انتخاب کړه ٠زما په نظر په دې ﻻره کې کوم زړه کسان نه ليدل کيږي ځکه چې دا ﻻره هواره نه ده که د سپين ږيرو او سپين سرو صحت تکړه نه دی ، دوي دا ﻻره نه انتخابوي ٠ خو زما له فکر نه وتلی حال دا و چې په دې ﻻره کې يو شمير زاړه کسان هم د غره څوکې ته ختل ٠ ما له يوه سپين ږيري سره خبرې وکړې د خبرو نه ما ته معلومه شوه چې د ده نوم وانګ چينګ يوان دی او يو فروفيسرهم دی

هغه وويل په دې پارک کې منظرې ډيرې ښکلې دي ، په لوړ ځای کې ليري ځاي ته کتل يو ډول خوندور کار دی ، زاړه کسان پر کږې ﻻرې غره ته خيژي ، دا هم د خپل عمر او هم د طبيعت په مقابل کې يوډول چلنج ګڼل کيږي ٠

د چين دوګړو د زاړه کيدو د بهير د رانژدې کيدو سره سم د چين حکومت د زړو کسانو د نيکمرغي ژوند او هوساينې د تمينولو دپاره راز راز تدابير غوره کړي دي ، د مني د نهمې مياشتې نهمه ورځ په چين کې د زاړو کسانو پاره يو جشن ګرځيدلی دی ٠ اوس په چين کې د زاړو کسانو د حقه حقوقو د ساتنې او د دوي د احترام او ورسره د مينې دڅرګندولو دپاره نوي ټولنيز دود او رواج رامنځته شوي دي ٠

ګرانو دوستانو د چين د څونګ يانګ په اختر کې غره ته د ختلو په باب يو لړ معلومات مو تاسو ته وړاندې کړل ٠