<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-30 17:54:36    
د هند د تاج محل د جوړيدو ٣٥٠ مه کاليزه

cri

د سپتمبر ٢٧ مه نيټه د نړۍ له توريستي ورځې او د هند د تاج محل د جوړيدو له ٣٥٠ مې کاليزې سره هم مصادفه وه ٠ د هند د شمالي ايالت حکومت په دی ورځ د اګره په ښار کي د تاج محل د جوړيدو د ٣٥٠ مې کاليزې د نمانځنې لپاره يو ماښامي کنسرت جوړ کړ او له دې لارې يي د تاج محل بينالمللي کال پيل کړ ٠

د شمالي ايالت لومړی وزير مولايام ياداف ددې ماښامي کنسرت رياست وکړ او دا هيله يي څرګنډه کړه چه د سپتمبر په ٢٧ مه نيټه يعني د نړۍ په توريستي ورځ کي د تاج محل د جوړيدو د ٣٥٠ مې کاليزي د نمانځلو او د تاج محل د بينالمللي کال د پيل کيدو له لارې د اګره ښار او د هند توريستي چاري پرمخ بوزي ٠

د نمانځنې فعاليت د همدې ورځې په ماښام د اګره په قلعه کي چه د تاج محل نه دوه کيلومتره لري ده جوړ شو ٠ د سپوږمۍ تر نقره يي وړانګو لاندی د هند او پاکستان موسيقي دانو عالي او په زړه پوري نمايشونه ور کړل او په سل ګونو ميلمنو د تاج محل د جوړيدو د ٣٥٠ مې کاليزې او د تاج محل د بينالمللي کال د پيل نمانځنه يي وکړه ٠

د خبر له مخي ، د تاج محل لپاره ډير ښکلي وخت د سپوږمۍ تر وړانګو لاندی شپه ده ځکه چه په سپينو مرمرو جوړ شوي محل د سپوږمۍ تر وړانګو لاندې نرم زرغون رنګ لري او پاک ، ارام او ښکلي ښکاري ٠ خو په يوه کال کي دغه ورځې لږ ليدل کيږي ٠

تاج محل د هند د شمالي ايالت د اګره په ښار کي واقع دی ، د نوي ډلي له جنوب ختيځ څخه نژدی ٢٠٠ کيلو متره لري او د هند تر ټولو نه مشهور توريستي ځای دی ٠

د افسانې له مخي ، د هند د مغولي امپراطورۍ پنځم پاچا شاجهان د خپلې مړي شوي ښځې ممتاز محل د يادونې لپاره تاج محل جوړ کړ ٠ د تاج محل جوړونه له ١٦٣١ کال نه پيل شوه او د ٢٢ کالو نه وروسته بشپړه شوه ٠ تاج محل هندي ، اسلامي او د فارس ساختماني سبکونه لري ، ډير ښايسته او مجلل دی او د چين د لوی ديوال او د مصر د هرم په شان د نړۍ له ٧ لويو عجايبو څخه شميرل کيږي ٠ د هند د توريستي څانګې د احصايي له مخي ، پروسږکال دوه مليونه او دوه لکه هندي توريستانو او اته لکه خارجي توريستانو د تاج محل سيل وکړ چه شمير يي د هند د نورو توريستي ځايونو په نسبت لومړی مقام ونيوه ٠

د هند د حکومت توريستي څانګې هيله لري چه د تاج محل د جوړيدو د ٣٥٠ مې کاليزې له فرصت نه په استفادې سره د هند توريستي چارو ته انکشاف ور کړي او لا زيات خارجي توريستان راجلب کړي ٠ د نمانځنې مربوط فعاليتونه به د يوه کال لپاره دوام ولري ٠