<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-10-30 18:15:16    
د اشپزي په اړه د مسالې خاص رول

cri

ټولو ته معلومه ده چه ادرک، اوږه ، پياز، سرکه ، بوره او داسي نورې مسالې د خوراکونو د خوند د زياتولو له پاره رول لري ٠ خو ممکن ځيني خلک په دي نه پوهيږي چه مسالې نه يوازي د خوراکونو خوند زياتوي ، بلکه د ژوند په نورو برخو کې خاص رول هم لوبوي ٠ زمونږ په ژوند کې د روحصتۍ په ورځو کې خلک عمومأ غواړي چه مشهور تاريخي اثارو او ښکلي ځايونو ته سفر وکړي ، خو د تاسوف وړ دا دي چه ځيني خلک د سفر په ترڅ کې د ګنګس ناجوړتيا لري ، دلته يوه طريقه نوموړي ناجوړتيا ليري کولي شي ٠ که کوم ځاي ته لاړ شي ، يوه پره ادرک په خوله کې وساتي يا ادرک په چسب نوار مړوند ته د پنځو يا شپږ سانتې مترو په شاوخوا کې چسب شي ، نو د سفر په ترڅ کې د تهوع مخه نيول شي ٠

ټولو ته معلومه ده چه اوږه د ميکروب د وژلو خاص رول لري ، مثلأ د اوږه خوړل د پيچ او د دماغ د پردي د پړسوب د مخنيوي له پاره ګټه لري ٠ همدارز که خلک هره ورځ د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې يو يا دوه داني اوږه وخوري ، دا د نس د بهيدلو او په پسرلي کې د ځينو ساري ناروغيو د مخنيوي له پاره ډيره فايده لري ٠دغه راز شين پياز د ځينو ناروغيو په ضد هم لياقت لري ، که د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې لږ څه شين پياز وخوري ، نه يوازي اشتها به زياته شي بلکه د هازمي او د کولمي د ناروغۍ د مخنيوي له پاره هم ګټه لري ٠ بر سيره پر دي سرکه هم ډير ښه شي دي ٠ که د بدن د مينځلو په وخت کې لږ څه سرکه په اوبو کې واچوي ، نو د بدن د مينځلو نه وروسته پوستکي به ډير ښوي ښکاره شي ٠ که د خوب نه د مخه د پښې د مينځلو په وخت کې په اوبو کې لږ څه سرکه واچوي ، نو د پښې د مينځلو نه وروسته نه يوازي ستړتيا بلکه د پښې بد بوي هم ليري کيداي شي ٠ اخيري خبره دا ده چه ځيني خلک د بي خوبۍ ناروغۍ لري او د دوا په اتکا خوب کوي ٠ دا به حتمأ صيحت به تاوان ورسوي ٠ يوه ساده عريقه دا ده چه که هره شپه د خوب نه د مخه يوه پياله د بوري اوبه وڅښي ، بي خوبي به ليري شي ٠